Book Name:Shan e Ameer Hamza
رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قبر په غاړه تشريف فرما وو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ما اوليدل چې فرښتې حضرت اَميرِ حمزه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ ته غُسل وركوي.[1]
د حضرت اَميرِ حمزه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ قبر مبارك په مدينه منَوَّره كښې د اُحد د غر خوا ته نِزدې دے. د هغوئي د مزار خوا ته دُعاګانے قبليږي او مرادونه اوريدے كيږي. عاشقانِ رسول د هغوئي قبر مبارك ته حاضريږي، ښې دُعاګانے غواړي، او د خپلې مرضئ مرادونه مومي.
شيخ سعيد بِن قُطب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د حضرت اَميرِ حمزه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ مزار مبارك ته ډير زيات حاضريدلو، عام طور د مدينے مُنَوَّرې اوسيدونكي عاشقانِ رسول په 12 رَجَبُ الْمُرَجَّب د حضرت اَميرِ حمزه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ قبر مبارك ته حاضريږي خو سعيد بِن قُطب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به يو څو ورځې مخكښې حاضريدلو او د 12 رَجَبُ الْمُرَجَّب پورې به هلته [اُحد كښې] پاتي كيدلو. شيخ مُحَمَّد بِن عبدُاللطيف تهتام مالكي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يوه ورځ زه هم د