Shan e Ameer Hamza

Book Name:Shan e Ameer Hamza

بدن وي، روح نه وي نو هغه ته مړے وائي. معلومه شوه انسان د بدن او د روح د مجموعے نوم دے، كه مونږه خپل انسانيت برقرار ساتل غواړو نو څومره چې مونږه د بدن فِكر كوو، د دې نه زيات مونږ له د خپل روح هم فِكر پكار دے، كه ظاهري بدن طاقتور وي خو په دې كښې دننه ضمير مړ وي نو انسان انسان نه پاتي كيږي، درنده جوړيږي او كه روح طاقتور وي، ظاهري بدن كه كمزورے هم شي نو بيا هم په انسان كښې انسانيت باقي پاتي كيږي.  مونږ له پكار دي چې مونږه د زړه د ژوند هم ضرور فِكر اوكړو، د خپل زړه باطني بيمارو (مثلاً حسد، تَكَبُّر، اوګږده اميدونو وغيره) نه بچ شو.

      د مكتبةُ المَدينه ښكلے ښائسته كتاب باطني بيماريوں كى معلومات په نوم دے. دا كتاب واخلئ او اولولئ ئې، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! د باطني مرضونو معلومات به در ته حاصل شي، په دې كتاب كښې د باطني بيمارو نومونه، د هغوئي تعريفونه، د دې بيمارو مُتَعَلِّق قرآني آيتونه او احاديث او د دې بيمارو علاج هم ليكلے شوے دے. الله پاك دې مونږ ټولو ته د ظاهري او باطني بيمارو نه حفاظت راكړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

د حضرت اَميرِ حمزه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فضائل

الله پاك ښه وعده فرمائيلي ده

      په سيپارۀ 20، سورۀ قصص، آيت: 61 كښې ارشاد دے: