Book Name:Shan e Ameer Hamza
شيخ سعيد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره د حضرت اَميرِ حمزه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ مزار ته حاضر شوم، شپه شوه نو ټول خلق اوده شو، زه د هغوئي د حفاظت د پاره ويخ پاتي شوم، د شپے ما هلته په اس سور يو كس اوليدلو، كوم چې د مزار خوا ته ګرځيدلو، ما په اس سور والا نه تپوس اوكړو: ته څوك ئې؟ اوئې فرمائيل: زما نوم حمزه بِن عبدُ المُطَّلِب دے او زه ستاسو حفاظت كووم. د دومره وئيلو نه پس حضرت اَميرِ حمزه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ غائب شو. [1]
بابُ الدُّعا ہے بےشک جن کا مزارِ اَنْور وہ بندۂ خدا ہیں حضرت امیر حمزہ
حضرت ابُوالعبَّاس مَرسـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل زه د حضرت اَميرِ حمزه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ مزار مبارك ته د حاضرئ د پاره روان شوم نو يو كس په ما پسې شا ته شا ته را روان شو، كله چې مونږه مزار ته اورسيدلو نو د مزار دروازه پخپله بيرته شوه، مونږه دننه داخل شو نو هلته مو د رِجالُ الْغَيْب (يعني اوليائے كرامو) نه يو كس اوليدلو، دغه وخت ما د الله پاك نه دُعا اوغوښتله: اَللّٰہُمَّ اَسْاَلُکَ الْعَفْوَ وَ الْعَافِیَۃَ وَ الْمُعَافَاۃَ فِی الدُّنْیَا وَالْآخِرَۃَ اے الله پاكه! زه ستا نه په دُنيا او آخرت كښې د عافيت سُوال كووم.
حضرت شيخ ابُوالعبَّاس مَرسـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما خپل ملګري ته