Share this link via
Personality Websites!
دې د حضرت اَميرِ حمزه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ په بركت مونږ ته هم په مدينه مُنَوَّره كښې د شين شين ګنبد په سوري كښې د سرو جالو مخې ته د شهادت مرګ را عطا كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
دے شہادت مجھے مدینے میں از پئے شاہِ کربلا یا رَبّ!
قبر میری بنے مدینے میں تجھ سے ہے یہ مری دُعا یا رَبّ!
په بهارشريعت كښې دي: شهادت صرف د دې نوم نه دے چې صرف په جهاد كښې قتل كړے شي بلكه د احاديثو مطابق د شهادت نور ډير صورتونه دي، مثلاً په يو حديثِ پاك كښې فرمائي: (1) څوك چې د طاعون نه مړ شي شهيد دے (2) څوك چې ډوب شي او مړ شي، هغه هم شهيد دے (3) په ذاتُ الجنب (د ځيګر يوه بيماري ده، څوك چې په دې بيمارئ) كښې مړ شي، شهيد دے (4) څوك چې د خيټے د بيمارئ نه مړ شي، شهيد دے (5) څوك چې اوسوزى او مړ شي، شهيد دے (6) په چا چې ديوال را اولويږي او مړ شي، شهيد دے (7) زنانه د بچي په پيدا كيدو او په بے واده حالت كښې مړه شي، شهيده ده.
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami