Shan e Ameer Hamza

Book Name:Shan e Ameer Hamza

      بيا زه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شوم، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې مې ټول صورتِ حال بيان كړو نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم زما په حق كښې دُعا اوفرمائيله.[1]  

د اَميرِ حمزه په شان كښې آيت نازل شو

        خوږو اسلامي ورونړو! حضرت اَميرِ حمزه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د اسلام د دولت نه مالا مال شو نو هغه وخت د هغوئي په شان كښې دا آيتِ كريمه نازل شو:

اَوَ مَنْ كَانَ مَیْتًا فَاَحْیَیْنٰهُ وَ جَعَلْنَا لَهٗ نُوْرًا یَّمْشِیْ بِهٖ فِی النَّاسِ كَمَنْ مَّثَلُهٗ فِی الظُّلُمٰتِ لَیْسَ بِخَارِجٍ مِّنْهَاؕ-كَذٰلِكَ زُیِّنَ لِلْكٰفِرِیْنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ(۱۲۲)  (پارہ:8،سورۂ انعام:122)        

[مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان: او آيا هغه كوم چې مړ وو نو مونږه هغه ژوندے كړو او د هغه د پاره مو يو نُور جوړ كړو چې په هغې سره په خلقو كښې ځي، هغه به د هغه په شان شي كوم چې په تيارو كښې دے، د هغې نه وتونكے نه دے. [2]

د ژوند حقيقي مفهوم

        اے عاشِقانِ رسول! په دې آيتِ كريمه كښې د ژوند يوه عجيبه فلسفه بيان شوي ده، عام طور حركت ته ژوند وئيل كيږي، د چا چې ساه ګانې روانې وي، كوم چې خبرے كولے شي، اوريدل كولے شي، ګرځيدے شي،


 

 



[1]...الروض الانف، اسلام حمزة، جلد:2، صفحہ:51۔

[2]...تفسیر کبیر، پارہ:8،سورۂ انعام، تحت الآیۃ:122، جلد:5، صفحہ:134۔