Book Name:Safai Suthrai

    د دې د علاج طريقه دا ده چې * بنده دِ په كثرت سره د الله پاك ذِكر اوكړي* دغه شان د يتيمانو مسكينانو، غريبانو سره دِ نيك سلوك اوكړي، دې سره هم د زړه صفائي كيږي او د زړه د سختئ نه خلاصے نصيب كيږي * مرګ په كثرت سره يادول هم د زړه د تور والي زبردست علاج دے.

12 ديني كارونو كښې يو ديني كار ”چوك درس“

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د ظاهر و باطن د صفائې ذِهن حاصلولو او د سُنَّتو عامل نيك پرهيزګاره جوړيدلو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي ديني ماحول كښې شامل شئ او د ذِيلي حلقے دولسو ديني كارونو كښې په اخلاص سره خپل كردار ادا كړئ او د ډيرو ثوابونو حقدار جوړ شئ.

      ياد ساتئ! د ذَيلي حلقے په دولسو ديني كارونو كښې يو د هرې ورځې ديني كار ”چوك درس“ هم دے. اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! دعوتِ اسلامي سره وابسته عاشقانِ رسول صرف په جمات كښې نه بلکه كوڅو، محلو او دُكانونو ته ځي او درس وركوي، نيكئ ګټي او نورو ته د نيكئ دعوت وركوي او د سُنَّتو پيغام عام كوي. راځئ چې د چوك درس يو مدني سپرلے واورو، چنانچه

د وخت قدر ورنصيب شو

    د حيدرآباد (صوبه سندھ، پاكستان) يو اسلامي ورور بيان دے: ما به د كركټ او فلمونو كتلو ډير شوق لرلو، د بےعملئ حال مې دا وو چې د جُمعے مباركې لمُونځ به مې هم نه ادا كولو، بيا په ما باندې كرم اوشو، زمونږ په علاقه كښې به يو اسلامي ورور چوك درس وركولو، يوه ورځ هغه په ډيره مينه ما ته په چوك درس كښې د شريك كيدلو دعوت راكړو، خوش قسمتئ سره ما د هغه درس په غور سره واوريدو، بيا به زه