Book Name:Safai Suthrai
الْبَولِ فَاِنَّ عَامَةَ عَذَابِ الْقَبْر مِنْهُ يعنې د تشو متيازو نه بچ اوسئ! بيشكه عام طور د قبر عذاب د دې په وجه کيږي.[1]
حضرت قَتاده رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: مونږ ته وئيلي شوي دي چې عَذابِ قبر په دريو حِصُّو کښې تقسيم شوے دے: (1) په دريو کښې يوه حِصَّه عذاب د غِيبَت په وجه (2) په دريو کښې يوه حِصَّه عذاب د چُغلئ په وجه (3) او په دريو کښې يوه حِصَّه عذاب د تشو متيازو (د څاڅكو نه د ځان نه ساتلو) په وجه کيږي.[2]
اے عاشِقانِ رسول! ځان د ناپاكئ نه د ساتلو مُعامَله صرف د تشو متيازو د څاڅكو سره خاص نه ده بلكه خپل بدن او جامے وغيره د هر قِسمه ناپاكئ نه بچ ساتل شرعاً لازم او ضروري دي. اعلٰـى حضرت، اِمام اهلِسُنَّت، شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بَحْرُالرَّائِق په حواله سره ليكي: تَنْجِیْسُ الطَّاهِرِ فَحَرَامٌ يعنې پاك څيز ناپاكه كول حرام دي.[3]
په سيپارہ 2، سُورةُ البَقَرَة، آیت:222 كښې اللہ پاک ارشاد فرمائي:
اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ التَّوَّابِیْنَ وَ یُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِیْنَ(۲۲۲) (پارہ:2،البقرۃ:222)
مفهوم ترجمه کنزُ العِرفان: بيشكه اللہ توبه كوونكو سره محبت كوي او ښه پاك صفا اوسيدونكي خوښوي.