Book Name:Safai Suthrai

نظام اختيار كړو او د صفائې مزاج جوړ كړو. ډير خلق داسې دي چې د اسلامي تعليماتو نه لرې دي، هغوئي په مخصوصو موقعو باندې صفائي كوي خو د هغوئي په طبيعت كښې صفائي نه وي مثلاً بعضې خلق داسې وي چې د ملاقات په وخت کښې غاړه ورکړې نو ښکلي خوشبو ترينه راځي خو هم هغه كس چې كله بوټان اوباسي نو د جُرابو نه ئې داسې بدبوئي اوچتيږي چې بنده ساه نه شي اخستے.

    په دې وجه مونږ له پكار دي چې صفائي خپل مزاج جوړه كړو، كه صفائي زمونږ د طبيعت حِصَّه جوړه شي نو مونږ به په هر لحاظ سره صفا سُتره اوسيدونكي جوړ شو. 

(3) د صفائې مُتَعَلِّق د اسلامي تعليم دريم خصوصيت

    د صفائې مُتَعَلِّق د اسلامي تعليماتو دريم خاصيت دا دے چې اسلام د فيشن په طور د صفا سُتره اوسيدلو ترغيب نه وركوي بلكه اسلام د عباداتو حِصَّه ده، مثلاً * اودس كول عبادت دے * په ښه نِيَّت غُسل عبادت دے * د جُمعے د لمَانځه د پاره غُسل كول عبادت دے * د اخترونو د لمَانځه د پاره غُسل كول عبادت دے  * د سُنَّت په نِيَّت مِسواك كول عبادت دے * جامے د ناپاكئ نه بچ كول* جامے پاكې ساتل د الله پاك د رضا په نِيَّت عبادت دے * په سر تيل لګول *  که د ګيرې اِکرام [يعني صفا ساتل، غوړوَل، ګمنزوَل] د سُنَّت ادا كولو په نِيَّت وي نو عبادت دے.

    دغه شان د طهارت، صفائي سُترائي او پاكئ حاصلولو ډير صورتونه دي چې هغه په عباداتو كښې شامِل دي، د حضرت اِبنِ عُمر رَضِیَ الله عَنْهُما نه روايت دے چې سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: څوك چې پاك شي (يعنې اودس اوکړي يا غُسل پرې فرض وي نو غُسل اوكړي) او شپه تيره كړي، د هغه خوا ته يوه فرښته اوسي، هغه چې په شپه كښې كله هم بيدار شي، [نو] فرښته دُعا كوي: اَللّٰہُمَّ اغْفِرْ لِعَبْدِکَ کَمَا بَاتَ طَاهِراً  يا الله