Book Name:Safai Suthrai

حاضريدلو (نو د دې تپوس ضرورت به نه پيښيدلو چې حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چرته تشريف فرما دے بلکه) هغه به د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مباركه خوشبو بوئي كولو بوئي کولو کښې [په هغه خوشبو پسې] روان وو او خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته به اورسيدلو.[1]  * د طَيِّب و طاهِر نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مبارك بدن باندې كله هم مچ نه دے ناست شوے * الله پاك ته د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاكوالے، دومره خوښ وو چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بدن مبارك ئې د سوري نه پاک ساتلے وو، د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بدن مبارك سَورے نه وو، په دې كښې حكمت دا هم دے چې خدانخواسته كه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بدن سَورے وے نو هغه به په زمكه پريوتلے او په هغه ځائے به [مَعَاذَ الله] د خلقو ښپے هم راتلے* دغه شان د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بدن مبارك د هر قِسمه خِيري وغيره نه بالكل صفا وو بلكه د هغوئي بدن مبارك خو پاك او پاک دے، تر دې چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لباس مبارك ته د خِيري د نِسبَت كولو هم اِجازت نشته.

د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارك لباس ته خِىرن وئيل څنګه دي...؟

    صَدرُ الشَّرِیعه حضرت مُفتـی امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بهارِ شريعت كښې ليكي: څوک چې حُضُورِ اقدس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ټولو انبياؤ كښې آخري نبـي اونه مني يا د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو څيز توهين [بے ادبي] اوكړي يا پکښې عيب را اُوباسي، (مَثَلاً) د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ويښته مبارك په سپكاوالي سره ياد كړي يا د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لباس مبارك ته ګنده او خِىرن اووائي، دا ټول كفر دے.[2]


 

 



[1]...سنن الدارمی، باب:فی حسن النبی، صفحہ:48، حدیث:67۔

[2]...بہارِ شریعت، مرتَد کا بیان، حصہ:9، جلد:2،  صفحہ:463 ملتقطاً۔