Book Name:Safai Suthrai

تَوجُّه نه ورکوله، تر دې  چې مړ شو نو د مرګ نه واخله تر اوسه پورې د ده د قَبْر نه هره ورځ  داسې آوازونه راځي. (2) بوډئ د خپل خاوند دويمه ګناه دا اوښودله چې يو ځل يو تږے کس راغلو، هغه زما د خاوند نه اوبه اوغوښتلې، نو (زما خاوند د هغه د پريشانه کولو د پاره تش مَشک طرف ته اِشاره اوکړه، او) اُوئې وئيل: لاړ شه! د هغه مَشک نه اوبه اوڅښه...! هغه تږے سړے په ډيره تادئ هغه مَشک طرف ته ورغلو، چې راپورته ئې کړو نو هغه تش وو، د ډيرې تندې په وجه هغه كس بيهوشه شو او راپريوتلو، مړ شو.

      بوډئ نور اُووئيل: زما د خاوند د مرګ نه واخله تر نن ورځې پورې هره ورځ د ده د قَبْر نه دا آواز راځي: بَوْلٌ وَّمَا بَوْل؟ شَنٌ وَّمَا شَنْ؟ يعني ”متيازې! متيازې څه دي؟ مَشک! مَشک څه دے؟“[1]

په چا پورې ټوقې، او زړه ازارول ګناه ده

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دې عبرتناك حكايت كښې د زده كولو او ځان پوهه كولو د پاره ډىر مدني ګلونه دي، خاص طور په دې كښې د خلقو د پريشانه كولو، [په ګناه باندې مشتملو] د ټوقو كولو او د وړو بَولو د څاڅكو نه د نه بچ كيدو وبال بيان شوے دے. افسوس! نن صبا دا دواړه ګناهونه عام دي، * که درې څلور دوستان يو ځائے ناست وي، يا * په دفترونو او ادارو كښې يو ځائے كار كوي * بلکه سکه ورونړه هم بعضې وخت په يو بل پورې ټوقې كوي، * افسوس! نن په پټو سترګو د كافرو د رواجونو د تابعدارئ کولو په سبب خلق د دِين نه دومره لرې وتي دي چې اوس مسلمانان هم د اپريل فُول په نوم د دروغو وئيلو، ټوقو ټقالو، مسخرو او د يو بل زړه ازارولو باقاعده ورځ مناوهي او [په ټوقو ټوقو کښې] د يو بل ښه پوره پوره بے عِزَّتي


 

 



[1]...عُیُون الحکایات، حصہ دوم، صفحہ:187-188بتغیرقلیل۔