Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

د شبِ قدر نه هم افضله شپه

     اے عاشِقانِ رسول! يقيناً دا دولسم تاريخ ډير عظمت والا دے، په دې دولسم تاريخ د كفر و شِرك ټولې تيَارې  ختمې شوے، په دې دولسم تاريخ هر طرف ته رنړا رنړا شوه، په دې دولسم تاريخ هر طرف ته خوشحالئ خورې شوے، په دې دولسم تاريخ جبريلِ اَمين د كعبے په چهت جهنډا اولګوله، او هم دا دولسم تاريخ دے كوم چې د شَبِ قدر نه هم افضل دے. چنانچه

      شیخ عبدالحق مُحَدِّث دِهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائې: ’’بیشکه دَ سرورِعالَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دَپیدائش شپه دَ شبِ قدر نه هم افضله ده، حٔکه چې دَ پیدائش شپه دَ سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دې دنیا ته دَ تشريف راوړلو شپه ده اوشب قدر سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ورکړي شوې شپه ده او کومه شپه چې دَ ظُهُورِ ذات، سرورِکائنات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په وجه مُشَرَّفَه وی هغه دَ هغې شپې نه زیاته شرف او عزت والا ده کومه چې دَ فرښتو په نازیلیدو سره مشرفه شوی ده۔    (ما ثَبَتَ بِالسُّنَّة ص 153(

د اخترونو اختر

         اَلَحَمْدُ لِـلّٰـه! 12 ربيعُ الاوَّل دَ مسلمانانو دَ پاره دَ اخترونو اختر دے یقیناً که حُضُورِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دې دُنیا ته تشريف نه وے راوړے نو هیڅ یو اختر به اختر نه وے او نه به يوه شپه شَبِ بَرَاءَتْ وے. حٔکه چې دَ کون و مکان تمام ښائست او شان د رَحمتِ عالَمْیان، مَحْبُوْبِ رَحْـمٰـن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دَ قدمونو دَ ګَرد صدقه ده.

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! معلومه شوه چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پيدائش ورځ د ټولو ورځو نه افضل ترينه ده. مونږ له هم پكار دي چې د شريعت په