Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

      "صبحِ بہاراں،  سیاہ فام غلام، بھیانک اُونٹ، بڈھا پجاری، نور والا چہرہ، نور کا کھلونا، عاشقِ میلادبادشاہ، ربیع الاول کی خوبیاں" وغیرہ۔

د رسالو مختصر تعارُف

صبحِ بہاراں [د سپرلي سحر]: د نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په راتلو باندې خوشحالي مناوهل، كورونه ښائسته كول، محفلونه او اجتماعات منعقد كول، د ميلاد شريف جلوس او صدقه و خيرات په مسلمانانو كښې رائج دي . په دې كښې د اهلسُنَّت معمولات، دلائل او فضائل په آسان انداز کښې بيان شوي دي. د ربيعُ الاوَّل (خاص طور د اجتماعِ ميلاد او د جلوسِ ميلاد شرعي او تنظيمي احتياطونو) په باره كښې په دې رساله کښې د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   مكتوب هم شامِل دے. د جَشنِ ولادت مناوهلو نِيَّتونه هم پکښې درج دي.

سياه فام غُلام [تُور حَبَشِـي غلام]: د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په معجزاتو باندې مشتمله مختصره او جامع رساله ده، په دې كښې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نُورانِيَّت، بےمثاله بَشَرِيَّت او د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د والِدَينِ كريمين د اِيمان په باره كښې دلائل ذِكر شوي دي.  

بھاینک اُونٹ [سخت يروونكے اُوښ]:  په دې رساله كښې د تبليغِ دِين د پاره د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قربانو ذِكر دے. د نُبُوَّت د اعلان نه پس راتلونكي ازمائشونو او د نيكئ د دعوت په فضائلو باندې مشتمله دې رساله كښې د مُبَلِّغينو او عاشقانِ رسول د پاره د زده كولو بيشميره مدني ګلونه دي.