Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

خلق د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د استقبال د پاره ولاړ دي، چې كله نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړو نو ټولو خلقو په ډير ادب واحترام سره د حُضُورِ اقدس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم استقبال اوكړو، خو زه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په تعظيم كښې اونه دريدم، نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته اوفرمائيل: ”ته به نور نه شې اودريدلے“ كله چې رابيدار شوم نو ما اوليدل چې زه په هغه ساعت هم هغه شان ناست ووم. په دې حالت او پريشانئ كښې راباندې يو كال تير شو خو اودريدلے نه شوم. آخر كار ما دا منښته اوکړه چې كه الله پاك ما ته د دې مرض نه شِفا راكړه  نو زه به محفلِ ميلاد د شروع نه تر آخره پورې په ولاړه اورَم. د دې منښتې په بركت الله تعالٰى ما ته شِفاء راکړه نو اوس مې دا عادت جوړ کړے دے چې د خپلې منښتې پورا كولو د پاره د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په تعظيم كښې ټول محفل په ولاړه اورم.  ( الاعلام بفتاوی ائمۃ الاسلام ،ص۹۴) 

د ميلاد شريف په مياشت كښې رسالے تقسيم كړئ

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د ټولې دُنيا عاشقانِ رسول ته د نيكئ دعوت رَسَوَلو، د ميلاد شريف د مياشتې بركتونه حاصلولو، د جَشنِ ولادت خوشحالي مناوهلو طريقے ښودلو، ماشومانو او لويو كښې د عشقِ رسول شمع روښانه کولو د پاره خاص طور د مكتبةُ المَدينه  نه جاري شوې د دې رسالو پخپله هم مطالعه اوكړئ او كور كور، دُكان دُكان ته د دې رسالود رَسَوَلو كوشش اوكړئ. د دې رسالو په بركت به فيضانِ ميلاد ښه عام شي. راځئ چې په ډيره توجه سره د دې رسالو نومونه او مختصر تعارف واورو: