Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان هم د ميلاد ورځ مناؤ كړي ده

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! څنګه چې الله پاك په قرآنِ پاك كښې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تشريف راوړلو  ذِكر كړے دے، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كمالات ئې بيان كړي دي او پخپله هم خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل ولادت مبارك ذِكر كړے دے،  دغه شان صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان هم په خپلو خپلو محفلونو كښې د حُضُورِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ولادت ډير بيانونه  كړي دي.

   د حضرت ابُوسعيد رَضِیَ الله عَنْهُ نه روايت دے. چې حضرت اَمِيرِ مُعاوِيه رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: يو ځل خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان يوے حلقے ته تشريف راوړو او تپوس ئې ترينه اوكړو: تاسو دلته كوم څيز كښينولي ئې؟ صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان عرض اوكړو: مونږه د الله پاك ذِكر كولو دپاره ناست يو، د هغه شُكر ادا كوو چې هغه مونږ ته د اسلام هدايت عطا كړو او ستاسو په ذريعه ئې په مونږ باندې لوئ احسان اوكړو، نو نبـي كريم  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو: ستاسو دِ په الله قَسَم وي! آيا تاسو صرف دې څيز كښينولي ئې؟ عرض ئې اوكړو: زمونږ دِ په الله پاك قَسَم وي! مونږه د دې نه علاوه بل څيز نه يُو كښينولي، نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ما له جبريلِ اَمين عَلَيْهِ السَّلام راغلو او هغوئي ما ته اووئيل چې الله پاك ستاسو [يعني د صحابه کرامو د داسي راجمع کيدلو] په وجه په فرښتو باندې فخر كوي.    ( نسائی،ص۸۶۱، حدیث : ۵۴۳۶)

     د دې حديثِ شريف نه پس  مُفسّرِ قرآن، حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: معلومه شوه چې اسلام او د حُضُورِ اَنوَر د تشريف راوړلو په شُكريه كښې مجلسونه كول، حلقے جوړول او ناسته د صحابۀ كرامو طريقه ده، دا حديثِ پاك د