Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

    اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! مسلمانان په دې مباركه مياشت كښې د جشنِ ولادت خوشحالي مناوهي، په جماتونو، كورونو، دكانونو، ګاډو او خپلو محلو كښې مدني جهنډے لګوې ، ډيرې ډيرې رنړا ګانې كوي، د ربيعُ الاوَّل شريف په دولسمه شپه د ثواب حاصلولو په نِيَّت په محفلِ نعت كښې شريكيږي، د سحر راختلو په وخت مدني جهنډا په لاس دُرُود و سلام لولي او د سپرلي د سحر استقبال كوي. ميلاد شريف مناوهونكو داسې عاشقانِ رسول نه خو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوشحاليږي، څنګه چې

مونږه هم د هغه نه خوشحاليږو

     يو بُزُرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما ته په خوب كښې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت نصيب شو، نو ما د سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښې عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! آيا تاسو د مسلمانانو هر كال ستاسو د پيدائش مبارك خوشحالي مناوهل خوښوئ؟ نو حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو: څوك چې زمونږ په ولادت باندې خوشحالي مناوهي او زمونږ نه خوشحاله وي، مونږه هم د هغه نه خوشحاله يُو. (تذکِرۃُ الواعظِین، ص۶۰۰ )

خدا   کی   رِضا   چاہتے   ہیں   دو   عالَم

خدا     چاہتا     ہے     رِضائے    محمد

    د شعر وضاحت: د دواړو جهانو خلق د الله پاك د رِضا طلبګار دي  او الله پاك د خپل محبوب صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رضا غواړي. په ورځ د محشر به الله پاك اَوَّلِين و اٰخِرين خلق راجمع كړي او حُضُورِ اقدَس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته به اوفرمائي: ’’کُلُّھُمْ یَطْلُبُوْنَ رِضَائِـیْ وَاَنَا اَطْلُـبُ رِضَـاکَ یَـامُـحَـمَّـدْ‘‘دا ټول زما رضا غواړي او اے محبوب! زه ستاسو رضا غواړم.