Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

دَ جشنِ ولادت د خوشحالئ كولو ثواب

     شیخ عبدالحق محدث دهلوی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  فرمائیلي دي: د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دَ وِلادت په شپه خوشحالي كوونكو جزا دا ده چې اﷲ پاك به هغوئي په خپل فضل و کرم سره جَنّاتُ النَّعیم ته داخل کړی۔ مسلمانان دَ همیشه نه دَ محفلِ میلاد انعقاد کوي او دَ ولادت په خوشحالئ كښې دعوتونه کوي، خوراکونه پخوي او ډیرې صدقے او خیراتونه کوي۔ اوښه د خوشحالئ اظهار کوي او دَ زړه دَ اخلاصه مال خرچ کوي او ورسره دَ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دَ ولادت باسعادت دَ ذکر اهتمام کوي او د دې ټولو نيكو کارونو په برکت سره اﷲ پاك په هغه خلقو باندی خپل رحمتونه نازلوي۔ (ماثبت بالسنة ص155(

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! راځئچې اوس د ربيعُ الاوَّل په مياشت كښې د ميلاد مناوهونكو عاشقانِ رسول ښكلے عجيبه انداز هم واورئ چې خلق په مينه و محبت سره څنګه د ميلاد مياشت مناوهي. چنانچه

د باشاه د ميلاد شوق

     د اِربَل د بادشاه نوم ابو سعيد مظفر رحمَةُ اللّٰهُ تعالٰى  عَلَيه وو هغوئي د عظیم فاتِح سلطان صلاحُ الدّین  اَیُّوبی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اَوښے [یعنی د خور خاوند] وو، دا بادشاہ ډير سخی، نیک اور عادل او عالِم ھم وو، ډير بهادر او عقلمند وو. هغوئي ډير ښكلي يادګارونه پريښودي دي. هغوئي  به هر كال د ربيعُ الاول د مياشتې ډير ادب و احترام كولو او خاص طور په دې مياشت کښې به ئې ميلاد شريف په ډير اهتمام سره مناوولو، ډير لوئي محفل به ئې منعقد كولو (البدایۃ والنہایۃ،۹/۱۸ ملخصاً) په دې محفل کښې د شريك كيدونكو خلقو بيان دے چې مونږه په هغه محفل ميلاد کښې د پخو كړو پينځه سوه چيلو سرونه ليدلي وو، لس زره چرګان، د فيرنئ يو لاك پيالے او د حلوے ديرش زره تالونه مو ليدلي وو. ډيرو