Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

علماؤ او صوفياؤ به په هغه محفل ميلاد کښې شركت كولو، بادشاه (ابوسعيد مظفر رحمَةُ اللّٰهُ تعالٰى  عَلَيه) به هغوئي ته قيمتي جامے وركولې، انعامات به ئې وركول، هغه به هر كال په محفلِ ميلاد باندې درې لكه دينار خرچ كول، د ميلمنو د پاره به د اوسيدلو جدا ځائے وو، هغه به هر كال په هغه كور يو لاك ديناره خرچ كول، د حَرَمَين شريفَين لارې صحيح كولو باندې به ئې ديرش زره ديناره خرچ كول، دا صدقات به د هغه صدقاتو نه علاوه وو كوم به ئې چې پټ وركول. (سبل الہدی والرشاد،۱/۳۶۲ بتغیر قلیل)

په مَكَّةُ الْمُكَرَّمَه كښې د محفلِ ميلاد انعقاد

    شیخُ الحدیث حضرتِ علامه عبدالمُصطفٰى اعظمی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپل كتاب ”سِيرتِ مُصطفٰى“صفحه نمبر72 کښې ليكلي دي چې په كوم مُقَدَّس كور كښې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پيدا شوے دے، په تاريخِ اسلام كښې د هغه مقام نوم ”مَوْلِدُ النَّبِـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (يعني د نبـي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پيدائش ځائے) “ دے، مسلمانانو حكمرانانو او د ميلاد د محفلونه منعقد كوونكو بادشاهانو په دې مبارك يادګار باندې ډير شاندار عمارت جوړ كړے وو، او دلته به د مكے مكرمے او مدينے منورے عاشقانو او د ټولې  دُنيا نه راتلونكو مسلمانانو شپه ورځ محفلِ ميلاد شريف منعقد كولو او ښه په مينه محبت به ئې صلاة و سلام لوستلو او د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې به ئې د صلاة و سلام نذرانے پيش كولې

د فرښتو انوار

     مشهورمُحَدِّث حضرتِ شاہ وَلـِیُّ اللہ مُحَدِّثِ دهلوی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په خپل كتاب فُيُوْضُ الْحَرَمَين كښې ليكي: زه يو ځل په هغه محفلِ ميلاد كښې حاضر شوم كوم چې په مَكَّةُ الْمُكَرَّمَه كښې د ربيعُ الاوَّل په دولسم تاريخ په مَوْلِدُ النَّبِـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم(د نبـي