Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

د بيان اوريدلو  نيتونه

      مُحترمو اسلامي ورونړو! ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ” اَفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ “ رښتينے نيت بهترين عبادت دے. ([1])

     اے عاشقانِ رسول! نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.

     * د عِلمِ دِين حاصلولو نِيَّت اوکړئ او نور دا نيتونه اوکړئ چې * نظر به ښكته ساتم او ښه په غورسره به بيان اورم. * چې څومره كيدے شي د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې كښينم * د علم زده كولو د پاره به پوره بيان اورم * د بيان په دوران كښې به د سُستئ نه ځان بچ ساتم * د خپلې اصلاح د پاره به بيان اورم *  څه چې واورم نورو ته به ئې د رَسَولو كوشش كووم.       

جشن وِلادت مناوهوونکے خاندان

     په مدینه منوره كښې ابراهیم نومې یو ديوانه (يعنې عاشق) اوسیدلو، همیشه به ئې حلاله روزی ګټله او دَ خپلی ګټې نیمه حصه به ئې دجشنِ ولادت دَ پاره جدا جمع کوله۔ کله به چې ربیع الاول راتلو نو په جوش و جذبے سره خو دَ شریعت په دائره كښې دننه به ئې دَ جشنِ ولادت خوشحالي كوله ۔ دَ اﷲ پاک دَ محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دَ ایصالِ ثواب دَ پاره به ئې خیرات کولو او په ښو ښو کارونو كښې به ئې خپلې روپئ خرچ کولې ، دَ هغه


 

 



[1]...جامع صغیر، صفحہ:81، حدیث:1284۔