Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پيدائش ځائے) کښې منعقِد شوے وو، په كوم وخت كښې چې د ولادت ذِكر كيدلو نو ما اوليدلو چې ناڅاپه د مجلس نه څه انوار اوچت شو، ما په هغه انوارو غور اوكړو نو معلومه شوه چې هغه د الله د رحمت او د هغه د  فرښتو انوار وو، كومې چې په داسې محفلونو كښې حاضريږي. (سیرتِ مصطفٰی ،ص ۷۲-۷۳)ځاے

په مَدِينَةُ الْمُنَوَّره كښې هره ورځ محفل ميلاد

        شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ  فرمائي: زما پير و مُرشِد سيدي قطبِ مدينه (مولانا ضياء الدين احمد مدني قادري) رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره ډير عشق و محبت وو بلكه دا وئيل به بے ځايه  نه وي چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فَنَا فِـى الرَّسُول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مقام ته رسيدلے وو، شپه ورځ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِكر كول د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مشغله وه ، اكثر به ئې (د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د روضے مباركې) زيارت د پاره راتلونكو خلقو نه تپوس كولو چې تاسو نعت شريف وئيلے شئ؟ كه آو به ئې اووئيل نو د هغه نه به ئې نعت شريف اوريدلو او ډير زيات به خوشحاليدلو، ډير ځله به د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سترګو نه اوښكې هم روانې شوے، او هره ورځ به د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په آستانه كښې د ميلاد شريف محفل جوړ وو. په هغې كښې به مَدَني، تُركي، پاكستاني، هندي، شامي، افريقي، سوډاني او د ټولې دُنيا نه زيارت له راتلونكي خلق شريكيدل. اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ فرمائي: اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! ما ته هم څو ځله په هغه مقدس محفل كښې د نعت شريف لوستلو سعادت نصيب شوے دے او ما د مولانا ضياء الدين مدني صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په محفل كښې يوه خاص خبره دا ليدلي وه چې پير صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د محفل په ختميدلو باندې (پخپله د عاجزئ په طور) دُعا نه كوله بلكه په محفل كښې شريك خلقو كښې به ئې يو كس ته د دُعا كولو حكم کولو. د