Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

د علم و حكمَت نه ډكه مَدَني مذاكره

    د واه كينټ (ضلع راولپنډى) ديو ځلمي بيان دے: لمُونځونه قضا كول، فلمونه كتل، شيطان خوشحاله كول، سندرې باجے اوريدل زما عادت وو، افسوس! زه په سُنتونو باندې د عمل كولو نه محرومه ووم، زما د ګناهونو ډك ژوند كښې رنړا داسې راغله چې يوه ورځ د يو مُبَلِّغِ دعوت اسلامي سره زما ملاقات اوشو، هغوئي زه پوهه كړم او ما ته ئې د اجتماعي اعتِكاف كولو ذِهن راكړو، د هغه د نيكئ دعوت خوږ انداز زما په زړه اثر اوكړو او زه په اجتماعي اعتِكاف كښې شريك شوم، زما هغه شپې او ورځې په عبادت كښې تيريدلې، ښكلو ښكلو بيانونو او ژړوونكي دُعاګانو زما په زړه ډير اثر اوكړو او زما د زړه دُنيا ئې بدله كړه، ډير كرم دا اوشو چې په اجتماعي اعتكاف كښې د اَمِيرِ اَهلِسُنَّت دامَتْ بَرْكاتُـهـُمُ الْعاليه د مدني مذاكرو اوريدلو سعادت رانصيب شو، د هغوئي د اثر نه ډكو خبرو زه دومره مُتاَثِّره كړم چې ما فوراً د خپلو تيرو شوو ګناهونو نه توبه اوويستله او د لمُونځونو د پابندئ اراده مې اوكړه، د اَمِيرِ اَهلِسُنَّت دامَتْ بَرْكاتُـهـُمُ الْعاليه په ترغيب د اختر په شپه كورته د تللو په ځائے د الله په لاره كښې د مدني قافلے مُسافِر جوړ شوم، هلته را ته د علمِ دين حاصلولو موقع په لاس راغله او د سنتونو زده كولو سره سره مې په هغې باندې د عمل كولو جذبه هُم په زړه كښې پيدا شوه.

     اے عاشِقانِ رسول! اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! نن مونږه د ميلاد شريف مناوهلو والؤ په باره کښې د ډيرو مدني ګلونو اوريدلو سعات حاصل كړو. چې * د جَشنِ وِلادت مناوهلو په بركت خوش نصيبه، د ابراهيم نومي سړي ځلمي ځوئ ته په خوب كښې په جنت كښې دننه د خپل مرحوم پلار قُرب نصيب شو* شَبِ ولادت د شبِ قدر نه هم افضله ده  * د حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تشريف راوړلو په شكريه كښې ميلاد شريف كول، حلقے جوړول كښيناستل د صحابۀ كرامو سُنَّت دي * جشنِ ولادت مناوهلو والؤ نه