Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوشحالیږي * د ميلاد شريف مناوهلو په بركت د الله پاك او دهغه د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رضا نصيب كيږي* د ميلاد شريف مناوهلو په بركت په كور كښې رحمتونه او بركتونه نازليږي * د ميلاد شريف مناوهلو په بركت ټول كال امن و امان وي  * د ميلاد شريف مناوهلو په بركت په رزق كښې بركت او فراخي راځي. راځئ! چې مونږه هم نِيَّت اوكړو چې د شريعت مطابق به عاشقانِ رسول سره ښه په ډيره خوشحالئ ميلاد شريف مناوو. اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم!

    * جَشنِ ميلادِ مصطفٰى مناوهل، د دوزخ نه د خلاصئ سبب جوړيږي * جَشنِ ميلادِ مصطفٰى مناوهل، په دُنيا او آخرت كښې د ډير خير حاصلولو سبب جوړيږي * جَشنِ ميلادِ مصطفٰى مناوهل، د مشكلاتو د حل سبب جوړيږي * جَشنِ ميلادِ مصطفٰى مناوهل،د رحمتونو نازليدو سبب جوړيږي.

   الله پاك دِ مونږ ته ښه په مينه و محبت سره د جَشنِ عيد ميلادُ النَّبِـي مناوهلو سعادت را عطا كړى. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

په ”كور والؤ خرچ كول“ سُنَّتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي

    دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: 1 په ورځ د قيامت به په ميزانِ عمل كښې د ټولو نه اوَّل د بنده په خپل كور والؤ باندې خرچ شوے مال ايښودلے كيږي.[1] 2 څوك چې د ثواب په نيت په خپل اهل و عيال باندې خرچ اوكړي نو هغه د هغه د پاره صدقه ده.[2]


 

 



[1]...معجم الاوسط ،جلد:4، صفحہ: 329، حدیث: 6135۔

[2]...مسلم ،کتا ب :الزکاۃ، صفحہ:502، حدیث:1002۔