Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

دولسو ديني كارونو كښې يو ديني كار ”مدني مذاكره“

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! علمِ دين زده كولو، د نيكو جذبه حاصلولو، او د اوليائے كرامو محبت په خپل زړه كښې د زياتولو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره وابسته شئ او دولسو ديني كارونو كښې عملي حصَّه واخلئ! د دعوتِ اسلامي 12 ديني كارونو كښې يو ديني كار هفته واره مدَني مذاكره هم ده.

      شيخِ طريقت، رهبَرِ شريعت، اَمِيرِ اَهلِسُنَّت، حضرت علامه مولانا ابوبلال محمد الياس عطار قادري رضوي دامَتْ بَرْكاتُـهـُمُ الْعاليه په دې دور كښې د الله پاك يو لوئ نِعمَت دے. د دِين و دُنيا بهتري موندلو، په زړه كښې د عشقِ رسول شمع بلولو، ګناهونو نه د بچ كيدلو، نيكئ كولو، محتاط جوړيدلو او عقل و دانائي زياتولو د پاره د اَمِيرِ اَهلِسُنَّت دامَتْ بَرْكاتُـهـُمُ الْعاليه اعلٰى تجرباتو نه فائده اوچته كړئ! اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! اَمِيرِ اَهلِسُنَّت دامَتْ بَرْكاتُـهـُمُ الْعاليه هره هفته د اتوار په شپه په مدني چينل باندې براهِ راست (Live) مدني مذاكره فرمائي، د ټولې دُنيا عاشقانِ رسول د ديني او دُنياوي مشكلاتو د حل د پاره د هغوئي په خدمت كښې سوالونه كوي او هغوئي د علم و حكمت نه ډك جوابونه وركوي. تاسو هم هره هفته بے ناغه په ”مدني مذاكره“ كښې شريكيږئ. او څوك چې عالَمِـي مدَني مركز فيضانِ مدينه كراچئ ته راتلے شي هلته دِ راشي او په مدَني مُذاكَره كښې دِ شريك شي، د دې په بركت به اِنْ شَــآءالـلّٰـه د علمِ دِين زده كولو او د عمل كولو جذبه اومومئ او د قبر و آخرت د تيارئ به مو ښه ذِهن جوړ شي.