Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten

مَشِیَّت کس کے بَس میں، فَضَا سے کون لڑتا ہے        یہاں جو سَر اُٹھاتا ہے، اسے جھکنا ہی پڑتا ہے

.....

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! قرآنِ كريم كښې بيان شوې دې ايمان تازه کوونکي حكايت كښې د علم و حِكمَت ډير مدني ګلونه دي، يو اهم مدني ګُل د حضرت جِزئِيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا فرمان دے: 

وَ اُفَوِّضُ اَمْرِیْۤ اِلَى اللّٰهِؕ-   (پارہ24،سورۀ مُومِن:44)  

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: او زه خپل كارونه الله ته سپارم.

    تَفوِيض: يعنې خپل مُعامَلات الله پاك ته حواله كول، که هر څومره  غټ ازميښت راشي، هر څنګه مشكل راشي، خو چې د مُومِن بنده بس يو ذِهن وي:چې  زه خپل مُعامَلات الله پاك ته حواله كووم. اوګورئ! حضرت جِزئِيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپله مُعامَله الله پاك ته حواله كړه نو الله پاك هغوئي ته د فرعون نه حفاظت وركړو او ځنګلي ځناورو چې د انسان دُښمنان دي، الله پاك د هغوئي په ذريعه د هغه [حضرت جِزئِيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه] حفاظت اوفرمائيلو.

د راحت اوآرام حاصلولو يوه نُسخه

    د حجةُ الاسلام، امام محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پير صاحب فرمائي: دَعِ التَدْبِیْرَ اِلٰی مَنْ خَلَقَکَ تَسْتَرِحْ يعنې خپل تدبير خپل خالِق ته حواله كړه، په سكون او راحت کښی به اوسیږې . ([1])

انسان په خپل تدبير كښې ناقص دے


 

 



[1]...منہاج العابدین (مترجم)، صفحہ:300۔