Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten

زمونږه زړه روښانه كوي، اسلام زمونږه ذِهن صحيح كار كولو والا جوړوي، اسلام مونږه د وهم پرستئ د قيد نه خلاصوي.

د بدفالئ په باره كښې 4 فرامينِ مصطفٰى

     * زمونږ خوږ آقا مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: لَیْسَ مِنَّا مَنْ تَطَیَّرَ وَ لَا تُطُیِّرَ لَہٗ چا چې بدفالي اوكړه او د چا نه ئې چې بدفالي واخسته، هغه زمونږ نه نه دے. ([1]) * زمونږ خوږ آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: چا چې بدفالي اوكړه  يا چا د غشو په ذريعه فال اوباسلو يا څوك د بدفالئ په وجه د سفر نه بيرته راغے هغه كس كله هم اوچتو درجو ته نه شي رسيدے.([2]) * سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې ځله اوفرمائيل: اَلطِّیَرَۃُ شِرْکٌ، اَلطِّیَرَۃُ شِرْکٌ، اَلطِّیَرَۃُ شِرْکٌ بدفالي اخستل شرك دے، بدفالي اخستل شرك دے، بدفالي اخستل شرك دے. ([3])

   د دې حديثِ پاك تحت عُلمائے كرام فرمائي: د جاهليت په زمانه كښې به خلقو بدفالي نيوله، د هغوئي عقيده وه چې د بدفالئ په تقاضو باندې عمل كولو سره هغوئي ته نفع حاصليږي، د مثال په طور يو كس كار د پاره بهرته اووتلو او په لاره كښې پيشو مخې له ورغے، اوس كه دا بيرته راغے نو د جاهليت د زمانے د خلقو عقيده وه چې په داسې كولو مونږ ته فائده كيږي، په دې وجه په حديثِ پاك كښې بدفالئ ته شرك اووئيل شو، كه يو بنده صرف بدفالي نيسي او ورسره دا عقيده هم ساتي چې هغه څه كيږي كوم چې الله پاك غواړي، د دې نه علاوه د دُنيا يو طاقت هم د الله پاك د مرضئ خلاف څه نه


 

 



[1]...مُسْنَدِ بَزَّاز، جلد:9، صفحہ:52، حدیث:3578۔

[2]...مجمعُ الزّوائِد، جلد:5، صفحہ:144، حدیث:8487 ۔

[3]...ابوداؤد، کتابُ: الطِّبْ، صفحہ:615، حدیث:3910 ۔