Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten

دے چې: اِنْ شآءَ الله يعنې كه الله پاك اوغواړي نو زه به دا كار اوكړم، اوس كه تور پيشو په لاره كښې راشي يا تور كارغه ئې په مخه تير شي، غرض دا چې  که هر څه كيږي، كه الله پاك اوغواړي نو زه به په خپل مقصد كښې كامياب شم، د دُنيا يو طاقت ما نه شي ناكامه كولے. او كه الله پاك نه غواړي نو كه هر څومره كوشش اوكړم، د دُنيا يو طاقت هُم ما نه شي كاميابولے.

   معلومه شوه چې كه مونږه د اِنْ شآءَ الله وئيلو عادت جوړ كړو او د اِنْ شآءَ الله په مفهوم باندې پوخ يقين اوساتو نو د دې په بركت به مونږه د بدفالئ نه بچ شو.

د صفر مياشت سپیره نه ده

    اوس څنګه چې د صَفْرُ الْمُظَفَّر مياشت ده، ډير وهم لرونكي خلق د صفر مياشت د مصيبتونو او آفتونو مياشت ګنړي، *  [بعضې خلق] خاص طور د دې د شروع ديارلس ورځې سپيرے ګنړي، * د وهمي طبيعت لرونكو دا ذِهن جوړ شوے دے چې د صفرې په مياشت كښې نوے كار شروع كول نه دي پكار، ګنې د نقصان خطره ده، * داسې هُم وائي چې په صَفْرُ الْمُظَفَّر كښې د سفر نه بچ كيدل پكار دي، د حادثے كيدو خطره ده، * څوک وائي په دې مياشت كښې واده مه كوئ، خپلې لونړه مه واده كوئ، د كور برباديدو انديښنه يعني خطره ده، * ډير وهمي خلق د صَفْرُ الْمُظَفَّر په مياشت كښې غټ كاروبار نه شروع كوي، * كاروباري اخستل خرڅول نه كوي، * د كور نه بهر ډير كم اوځي، دا ټولې بدفالئ دي، وهمي طبيعت دے، د بروسې كمي ده. په حديثِ پاك كښې دي: لَاصَفَرَ صفر هيڅ نه دے. ([1]) يعنې د خلقو د صفر مياشت سپيره ګنړل غلط دي.


 

 



[1]...بخاری، کتابُ الطِّب، بابُ الْجُذَام، حدیث:5707۔