Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten

    اے عاشِقانِ رسول! د نن نه خپل دا پوخ ذِهن جوړ كړئ چې اوس كله هم د څه كار اراده كووم،نو هغې سره به اِنْ شآءَ الله لازمي وائم او يقين به ساتم چې الله پاك اوغواړي نو د دُنيا يو طاقت هُم زما لاره نه شي بندولے.

    يوه بله خبره دا ده چې زمونږ بعضې خلق دُرُست اِنْ شآءَ الله نه شي وئيلے. اِنْ شآءَ الله د عربئ لفظ دے نو په عربئ كښې دِ ادا كړے شي، د دې په آخره كښې ها راځي، عام طور خلق په آخر كښې د ها په ځائے  الف وائي، د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ مبارك انداز دے چې هغوئي اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم لولي چې د لفظِ الله ها دُرُست او پوره اولوستلے شي. الله پاك دِ مونږ ټولو ته د دُرُست اسلامي تعليماتو زده كولو، پوهه كيدلو او په هغې د عمل كولو توفيق را عطا كړي. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

12 ديني كارونو كښے يو ديني كار :”نيك اعمال“

    اے عاشقانِ رسول! د اسلام تعليمات زده كولو او په هغې باندې د عمل جذبه پيدا كولو د پاره د عاشقانِ رَسُول دينی تحریك دعوتِ اسلامی ديني ماحول سره وابسته شئ، او دولسو ديني كارونو كښې د زړه په اخلاص سره حصه واخلئ. اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د دِين و دُنيا بيشميره نيكئ به حاصلې كړئ.

     د دعوتِ اسلامی 12 ديني كارونو كښې يو ديني كار: 72 نيك اعمال دي. دا د شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ عطا شوي د نيك جوړيدو بهترينه نُسخه ده، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ خپلو مريدانو، طالبانو او عقيدتمندو بلكه د ټولې دُنيا د عاشقانِ رسول د تربيت د پاره خپل علمي، روحاني تجربو په رنړا كښې 72 سوالونه ليكلي دي، د هر سُوال لاندې خانے جوړي دي، د هرې ورځې خپلو اعمالو باندې غوروفِكر كول وي او دغه خانے ډكول وي. 72 نيك اعمال د نيك جوړيدلو يوه