Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten

بدفالي عالمي بيماري ده

    اے عاشِقانِ رسول! بدفالي عالمي بيماري ده او د حيرانتيا خبره دا ده چې غټ غټ ترقي يافته ملكونو كښې هم دا بيماري خوره ده، په مختلفو ملكونو كښې خلقو عجيبه عجيبه وهمونه په خپلو زړونو كښې ساتلي دي، مَثَلاً * که سحر ئې يو ړوند کس سره ملاقات اوشو * يا د يوے سترګې والا سړے ئې په مخه تير شو، * څوك ګوَډ ورسره ميلاؤ شو، * تور كارغه يا تور پيشو ئې په مخه تير شو، * كار له  تللو وخت کښې په لاره كښې ئې څه بد آواز واوريدلو نو بدفالي ترينه اخلي چې اوس به زما كار نه كيږي، * د ورځو نه بدفالي اخلي، * د ايمبولينس د آواز نه، * اور مړ كولو والا ګاډي يعنې د فائر بريګيډ د ګاډي د آواز نه بدفالي نيسي، * بعضې خلق د ميلمنو رخصتيدو نه پس په كور كښې جارو وهل سپيره ګنړي، * چې ښئ سترګه ئې اورپيږي نو په يقين سره وائي چې څه مصيبت به راځي، * اختر که د جُمعے په ورځ راشي نو دا په حكومت باندې درون ګنړي، * د پيشو د ژړا آواز سپيره ګنړي، * چرګ [يعنې بانګي] چې د ورځې اذان اوكړي نو په بدفالئ كښې اخته كيږي تر دې چې ذبح كوي، * د دُكان نه که وړومبے ګاهك د سودا اخستلو نه بغير لاړ شي نو دُكاندار د هغې نه بدفالي اخلي، * نوي ناوي كورته راتلو باندې که په كور كښې څه واقعه پيښه شي نو هغه ناوي سپيره ګنړي. * په ځوانئ كښې كوَنډه شوي زنانه سپيره ګنړلے كيږي، * خالي قينچي چلول سپيره ګنړلے كيږي، * د لمَر تندر نيولو وخت کښې دِ حامله زنانه په چړې څه څيز نه كټ كوي ګنې چې بچے ئې پيدا شي نو د هغه لاس ښپه به كټ شوي وي، * په غټو غټو ترقي يافته ملكونو كښې د نمبرو نه بد فالي اخستلے كيږي، ډيرې نمبرې سپيرې ګنړلے كيږي، مثلاً  *نمبر13 سپيره ګنړلے كيږي، په دې وجه په عمارتونو كښې 13 نمبر عمارت نه وي، بلكه د 12 نه ډائركټ 14 نمبر منزل راځي، په