Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten

كړے دے. په دې ايپلي كيشن كښې قرآنِ كريم، ترجمۀ كنزُالايمان، ترجمۀ كنزُ العرفان او تفسير صراطُ الجِنان شامِل دي . په خپل موبائل كښې دا ايپلي كيشن انسټال كړئ،  قرآنِ كريم اولولئ، ترجمه اولولئ، او تفسير اولولئ او په قرآنِ كريم ځان پوهه كړئ، د دې بركتونه حاصل كړئ او نورو ته ئې ترغيب وركړئ.

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښې زما سره وي.‘‘ (ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣)

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                                                                                                                جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا     جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

”نيك فال اخستل“ سُنَّتِ مُصطفٰى دي

     فرمانِ مصطفٰى : بدفالي هيڅ څيز نه دے او [نيک] فال ښه څيز دے. خلقو عرض اوكړو: فال څه څيز دے؟ اوئې فرمائيل: ښه كلمه [ښه جُمله] كومه چې د چا نه واوري. ([1]) 

    د نيك فال مطلب: مثلاً څوک په څه كار اوځي، او په لاره كښې تلاوتِ قرآن واوري يا د يو بُزُرګ کس اُووِيني نو د هغې نه اميد تړل چې اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! په مقصد كښې به كامياب شم، دا نيك فال دے.


 

 



[1]...بُخاری، کتاب:الطب، باب: الطیرۃ، صفحہ:1454، حدیث:5754۔