Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten

شي كولے، په دې صورت كښې بدفالي نيول شركِ خَفِـي (يعنې د ګناه كار) دے او كه يو بنده دا عقيده اوساتي چې ستوري په خپل طاقت سره، د الله پاك د مرضئ نه بغير خلاف هم اَثَر كولے شي، په دې صورت كښې دا بدفالي شِركِ جلي دے او دا كفر دے. ([1])

* خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: مَنْ رَدَّتْہُ الطِّیَرَۃُ عَنْ شَیْءٍ فَقَدْ قَارَفَ الشِّرْکَ كوم كس چې د بدفالئ په وجه د يو څيز نه منع شو هغه په شرك كښې ككړ شو. ([2])

اسلامي تعليمات

    اے عاشِقانِ رسول! غور اوكړئ! وهم پرستي، بدفالي څومره خطرناكې باطني بيمارئ دي او دا نن هم د وړو وړو كلو نه ترقي يافته ملكونو پورې خورې شوي دي، اوس د اسلامي تعليماتو كمالات اوګورئ چې اسلام مونږ ته اِنْ شآءَ الله وئيل زده كړي دي، د قرآنِ كريم د يو آيت په يو جُز كښې حكم وركړے شوے دے چې د څه كار كولو اراده مو وي نو د هغې سره اِنْ شآءَ الله لازمي وائې او دا يقين ساتئ چې كه الله پاك اوغواړي نو زه به په خپله اراده كښې كامياب شم. د اسلام صرف دې يو تعليم د ټولو وهمونو انکار ښودلے دے.

    سُبْحٰنَ الله! دا د اسلام جامعيت دے او دا د اسلام عالمګير، پاك او ښكلے ښائسته تعليم دے. الله دِ مونږ ټولو ته د اسلام په تعليماتو باندې د عمل كولو توفيق راعطا كړي.

    د بدفالئ مُتَعَلِّق تفصيلي معلوماتو د پاره د مكتبةُ المَدينه كتاب ” بدشگونی  “ پخپله هم اولولئ او نورو ته هم د دې ترغيب وركړئ.


 

 



[1]...مِرْقاۃ شرح مشکوٰۃ، کتابُ: الطِّب، جلد:8، صفحہ:398، زیرِ حدیث:4584۔

[2]...مجمعُ الزَّوائِد، کتابُ:الطِّب، جلد:5، صفحہ:127، حدیث:8415۔