Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten

پاك دے، مونږه په دې دُنيا كښې [د کاميابئ] ښائسته ښائسته خوبونه وِينو، منصوبے  جوړوو، محنت كوو، كار كوو، د خپل ځان له طرفه ډير په اعتماد كښې يُو چې په خپل مقصد كښې به ضرور كاميابيږم خو هغه كيږي څه چې الله پاك ته منظور وي، نتيجه هم هغه راوُځي كومه چې الله پاك غواړي، الله پاك فرمائي:

مٰلِكِ یَوْمِ الدِّیْنِؕ(۳)

ترجمه: د جزا د ورځې مالِك.

     مُفَسِّرينِ كرام فرمائي: په دې آيت كښې د یَوۡمِ الدِّیۡن نه د قيامت ورځ مراد ده، په هغه ورځ به هر يو ته د هغه د عمل مطابق سزا يا جزا وركړے شي خو که مونږه غور اوكړو نو په دې دُنيا كښې هم د مُکَافَاتِ عَمَل جاري دے (يعنې چې څه دِ كړي وي هغه به مومې). مونږه چې څه كوو، د هغې نتيجه راوځي، که ښه اوكړو نو ښه نتيجه ميلاويږي، او که بد اوكړو نو بده نتيجه راوځي او د دې نتيجے مالك مونږه نه يُو بلكه د دې نتيجے مالك الله پاك دے.

 د دريو شومانو ورونړو عبرتناك حكايت

    د يمن يو ښار صَنعاء دے. د دغه ښار خوا ته نِزدې يو ښكلے باغ وو، دا باغ به شين او ميوه دار وو، په قرآنِ پاك كښې د دې باغ حكايت بيان شوے دے. په سيپارۀ 29، سورۀ قلم آيت: 17 نه 33 پورې د دې حكايت بيان شوے دے. علمائے كرام د دغه آيتونو په تفسير كښې فرمائي: د يمن د ښار صنعاء اوسيدونكے يو كس ډير نيك او سخي وو، د هغه يو ښكلےباغ وو، د هغه عادت وو چې د هغه باغ څومره ميوه به پخپله په زمكه لويده، هغه به فقيرانو ته وئيل دا ټوله ستاسو ميوه ده، تاسو ئې ځان له راغونډه کړئ. بيا به چې كله د باغ نه ميوه شوكولے كيدله نو د ونو لاندې به كپړے خورې كړے شوې، كومه ميوه به چې په كپړو راوليده، هغه به ئې هم فقيرانو ته وركوله، بيا