Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten

     قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (١) د ٣١٢ صفحو کتاب ’’بهارِشريعت‘‘ حصّه ١٦ او (٢) د ١٢٠ صفحو كتاب ’’سُنَّتيں اور آداب‘‘ هديه کړئ او اولولئ. د سُنَّتو د تربِيَّت يوه غوره ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافِلو کښې عاشِقانِ رسول سره د سُنّتو ډك سفر هم دے.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې

لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او  (2) دُعاګانې

)1( د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپې] دُرُود

اَللّٰھُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدِ نِ النَّبِیِّ الْاُمِّـیِّ

الْـحَبِیْبِ الْعَالـِی الْقَدْرِ الْعَظِیْمِ الْجَاہِ وَ عَلٰی اٰلِہٖ وَ صَحْبِہٖ وَ سَلِّمْ

بُزرګانو فرمائيلي دي چې څوك هره شَبِ جُمعه (يعني د جُمُعے او زيارت مينځنئ شپه باندې) دا دُرُود شریف پابندئ سره کم ازکم يو ځل لوَلي [هغه به] د مرګ په وخت کښې د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار كوي او قَبْر کښې د داخليدو وخت کښې هُم، تر دې چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه قَبْر کښې د خپل رَحمت نه ډكو لاسو باندې كوزوي.[1] راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو.


 

 



[1]… افضل الصلوات علی سید السادات، الصلاۃ السادسۃ والخمسون،ص۱۵۱ملخصًا