Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط  بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط

د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل اُمّت سره مَحبَّت

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                                  وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                         وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  
(ترجمه : ما د سُنَّتِ اعتكاف نِيَّت اوكړو)

         مُحترمو اسلامي ورونړو! چې كله جُمات ته داخل شئ ، او ياد مو وي نو د اِعتِكاف نِيَّت كوئ ، تر څو چې جُمات كښې ئې نو د اِعتِكاف ثواب به مو كيږي. او ورسره ورسره به ستاسو د پاره په جُمات كښې خوراك څښاك هُم جائز شي.

د دُرُود شريف فضيلت

حضرتِ سَيِّدُنا احمد بِن ثابِت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې د دُرُود و سلام د فضائلو نه چې ما کوم ليدلي دي يو دا هُم دے چې يو ه شپه په خوب کښې څه وينم چې د پيريانو د يوې ډلے مخې ته ولاړ يم ، ما د هغوئي نه تپوس اوکړو چې تاسو د کوم ځائے نه راغلي ئې؟ هغوئي د يو بُزُرګ نوم واخستلو ، [يعني د هغوئي د خوا نه] ، هغه بُزُرګ زمونږه نزدې خپلوانو نه يو وو ، ما ترينه بيا تپوس اوکړو چې د دې نه پس به تاسو چرته ځئ؟ هغوئي اُووئيل : اِنْ شَــآءالـلّٰـه د مَکّے مُکرَّمے او د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رَوضے مبارکې اِراده مو ده. ما ورته اُووئيل : ما هُم ځان سره بوځئ. هغوئي اُووئيل : که اراده مو وي نو