Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

اوس زما سترګې يخې او زړه مې خوشحاله شو

خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل وفاتِ ظاهري په وخت كښې حضرت جبريل ته اوفرمائيل : زما نه پس به زما د اُمَّت د پاره څوك وي؟ نو الله پاك حضرت جبريل عَلَيهِ السَّلام ته وحي اوفرمائيله چې زما حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته زِيرے واوروه چې “ زه به تاسو (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) ستاسو د اُمَّت په باره كښې نه رُسوا كووم او هغوئي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) ته دا زيرے هم وركړه چه كله خلق د قبرونو نه راويستلے کيږي نو د ټولو نه مخكښې به زما حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم [د قبر نه] بهر ته تشريف راوړي. چې كله خلق جمع شي نو زما محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هغوئي سردار وي او تر څو چې زما د محبوب  (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) اُمَّت جنت ته نه وي داخل شوے [تر هغې به] په ټولو اُمَّتو جنت حرام وي. “ دا ئې چې واوريدل نو د اُمَّت غمخوار مَکِّـي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل : “ اوس زما سترګې يخې شوې او زړه مې خوشحاله شو. “ [1]

د اُمَّت اکثريت به په جَنَّتُ الفِردوس كښې اوسيږي

حضرت سَيِّدُنا شيخ عبدُ العزيز دبَّاغ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : د ټولو نه اعلٰى درجے والا جنَّت جَنَّتُ الفِردَوس دے ، د جَنَّتُ الفِردَوس په اوسيدونكو كښې به زيات شمير د نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمَّت وي. د يو څو مخصوصو خلقو نه سِوا به باقي ټول اُمَّت په اته واړو جنتونو كښې د ټولو


 

 



[1]    احیاء العلوم ، کتاب  ذکر الموت وما بعدہ ، الباب الرابع فی وفاة رسول اللّٰہ صَلَّی اللّٰہُ عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم ، ۵ / ۲۱۷.