Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

انداز کښې په دې خبره دلالت کوي چې الله پاک به هُم هغه کوي په څه چې رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم راضي کيږي او د شفاعت د حديث نه دا ثابت دي چې د حُضُور نبـىِّ كريم  رَءُوْفٌ رَّحِيْم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوشحالي په دې خبره کښې ده چې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمَّت ټول ګنهګاران اوبخښلے شي. د دې آيت او حديثونو نه يقيني طور دا نتيجه اُوځي چې زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت مقبول دے او د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوښې مطابق به د هغوئي د اُمَّت ګنهګار بخښلے کيږي.

سُبْحٰنَ الله! زما د آقا و مولا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مرتبه څومره اوچته ده چې د کوم ربِّ کريم د رضا د پاره ټول مُقَرَّبِين تکليفونه برداشت کوي او کوششونه کوي ، هُم هغه ربِّ کريم د شَهنشاهِ دوعالَم ، محبوبِ اعظم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د راضي کولو د پاره خپلې عامې عطانې کوي. [1]

خدائے پاک کی چاہیں گے اگلے پچھلے خوشی

خدائے پاک   خوشی  ان  کی   چاہتا   ہو  گا

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

تر قيامته به اُمَّـتِی اُمَّـتِی فرمائي

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په مَدارِجُ النُّبُوَّه کښې دي : حضرتِ سَيِّدُنا قُثَم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغه کس وو چې خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قبر ته


 

 



[1]   حکایتیں اور نصیحتیں ، ۲۵۵