Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

خوږ آقا مكِّـى مَدَنـى مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د خپل اُمَّت څومره فِكر کولو ، راځئ چې نور واورو :

په كومه ورځ به چې سخته سيلئ طوفان يا په آسمان كښې وريځې وے نو د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مخ مبارك به د غم او فِكر اثرات ښكاره شولو ، كله به هغوئي مخكښې شولو او كله به په شا شولو. چې كله به باران اوشو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به خوشحاله شو او د هغوئي د غم او فِكر والا حالت به ختم شو. حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِیَ الله عَنْها د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د دې سبب تپوس اوكړو نو اوئې فرمائيل : زه ويريږم چې چرته داسې اُو نه شي چې دا د قومِ عاد په شان عذاب وي او زما په اُمَّت مُسَلط کړے شوے وي.[1]

سركار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د اُمَّت د ايمان فِكر

اے عاشقانِ ميلاد! د اُمَّت والي خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل اُمَّت سره بے پناه محبت لري ، او خپل اُمَّت جنت ته د بوتللو ډير زيات خواهش لري. خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته زمونږ د ګنهګارانو د ايمان د سلامتيا څومره فِكر دے ، د دې اندازه د دې واقعے نه لګولے شئ ، چنانچه

يو ځل د مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې شيطان مكار په بدل شكل کښې راغے او په لاس كښې ئې د اوبو بوتل نيولے وو او اُوئې وئيل : زه په خلقو د ځنكدن په وخت كښې دا بوتل د اِيمان په بدله


 

 



[1]صحیح مسلم ، کتاب صلاۃ الاستسقاء ، باب التعوذ عند رؤیۃ الریح..الحدیث : ۸۹۹ ، ص۴۴۶.