Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

وو ، نو داسې حقير دولت دِ په هغه عظيم سُنَّت مسواك حاصلولو ولے خرچ نه کړو؟ نو زه به څه جواب وركووم![1]

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل چې زمونږه اسلافو به د سُنَّتو سره څومره محبت كولو! چې حضرت سَيِّدُنا ابوبكر شبلي بَغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو دينار د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سُنَّت مسواك باندې قربان كړلو.

د اُمَّت په مشقت كښې اخته كيدلو باندې خفه كيدل

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږه واوريدل چې زمونږ خوږ آقا ، مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل اُمَّت سره ډيره زياته مينه کوي او هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زمونږه په مشقت كښې پريوتلو باندې هُم خفه كيږي ، د دې خبرې د لحاظ ساتلو په وجه زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې شپے د تراويح لمُونځ د صحابۀ كرامو سره ادا كړو ، په څلورمه ورځ ئې تشريف را نه وړو او وجه ئې دا بيان كړه چې زما نه راتلل په دې وجه وو چې چرته زما د هرې ورځې ادا كولو په وجه په تاسو باندې دا [يعني تراويح] فرض نه كړے شي او بيا تاسو په مشقت كښې پريوځئ.[2] د لمَانځه په وخت كښې [به ئې بعضې وخت] مسواك کول په دې وجه پريښودلو چې چرته زما په اُمَّت باندې هر لمُونځ سره مسواك فرض نه


 

 



[1]    مُلَخَّص ازلواقح الانوارالقدسیۃ ، ص۸۳

[2] صحیح البخاری ، کتاب الجمعۃ ، باب من قال فی الخطبۃ بعد الثنائ : اما بعد ، الحدیث : ۹۲۴ ، ج۱ ، ص۳۱۸