Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

په ورځ د قيامت د اُمَّت د فِکر انداز

      حضور نبـىِّ كريم  رَءُوْفٌ رَّحِيْم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي : د قيامت په ورځ به ټول انبياءِ کرام عَـلَـيْهِمُ السَّلَام د سرو زرو په مِنبرونو باندې تشريف فرما وي ، زما مِنبر به خالي وي ځکه چې زه به د خپل ربّ په حُضُور کښې خاموشه ولاړ يم چې چرته داسې اونشي چې الله پاک ما ته جَنَّت د تللو حُکم اُوفرمائي او زما اُمَّت زما نه پس پريشانه ګرځي. الله پاک به فرمائي : اے محبوب! ستا د اُمَّت په باره کښې به هُم هغه فيصله کووم کومه چې ته غواړې.  زه به عرض کووم : اَللّٰھُمَّ عَجِّلْ حِسَابَھُمْ يعني يا الله! د دوئي حساب زر واخلې. ځکه چې زه دوئي ځان سره جَنَّت ته بوتلل غواړم. زه به مسلسل دا عرض کووم تر دې چې ما ته به زما د هغه اُمَّتيانو فهرست راکړے شي کوم به چې جَهنَّم ته داخل شوي وي ، زه به د هغوئي شفاعت کووم او د جَهنَّم نه به ئې بهر را اُوباسم ، را اُوباسم تر دې چې په يو يو راويستلو به ټول بهر ته را اُوباسم ، بيا به زما د اُمَّت يو کس هُم په عذابِ اِلٰهى کښې نه وي.[1]

ڈر تھا  کہ عصیاں  کی سزا ، اب  ہو گی یا  روزِ  جزا

دی اُن کی رحمت نے صدا ، یہ بھی نہیں وہ بھی نہیں[2]

          د شعر وضاحت : یعني د ګناهونو د کثرت په وجه يَريدلم چې معلومه


 

 



[1]    کَنْزُ الْعُمّال ، ج۷ ص۱۴ رقم۳۹۱۱۱دارالکتب العلمیۃ بیروت ملخصاً

[2]    حدائق بخشش ، ۱۱۰