Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

مُنَوَّرے اوسيدونکي پيريان يُو. ما اُووئيل : زه د مَدَني سلطان ، محبوبِ رحمٰن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار کول غواړم ، هغوئي اُووئيل : طعام اوخوره اِنْ شَــآءالـلّٰـه ديدار به هُم اوشي. ما طعام اوخوړلو. بيا مونږه اووتلو نو څه ګورم چې مَدَني تاجدار د دواړو جهانو مالِک و مُختار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يوې ډلے سره تشريف راوړي. د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قد مبارکه د ټولو نه اوچت او د اوګو مبارکو په لحاظ د ټولو نه اعلٰى شان دے ، زما د آقا مَدَني مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نظر چې په ما پريوتلو نو اوئې فرمائيل : “ احمد! آيا ټولې نيکئ په يو ځل راټولول غواړې؟ په خپل نفس نرمي کوه ، هُم دا په تا لازِمه ده “ ورسره ورسره ئې دا هُم اِرشاد اُوفرمائيل : “ ما باندې کثرت سره دُرُود لوَله ستا د پاره بهتري او بهتري ده. “ ما عرض اوکړو : “ يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! تاسو زما ضامِن شئ؟ “ خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُوفرمائيل : په ما باندې دُرُود وئيل لازِم کړه چې څه غواړې ملاويږي به.[1]

مانگ مَن مانْتی مُنہ مانگی مُرادیں  لے گا              نہ یہاں  ’’نا‘‘ہے نہ منگتے سے یہ کہنا’’کیا ہے ‘‘([2])

د شعر مختصر وضاحَت : زما د آقا مَکِّـي مَدَني مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نُوراني دربار داسې دربار دے چې هلته مو زړه څه وائي غواړئ ملاويږي به ځکه چې په دغه دربار کښې سوالګرو ته انکار نه کيږي او نه رټلے کيږي. 

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1] سعا دۃ ا لدارین ، الباب الرابع فیماورد من لطائف المرائی والحکایات…الخ ، اللطیفۃ السادسۃ عشرۃ ، ص ۱۳۱

[2]   حدائقِ بخشش ، ص۱۷۱