Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

الله پاک به بَرَكت درکړي. زه پاڅيدلم او هغوئي ځان سره واخستم او د بجلئ د تيزئ په شان الوتل ئې شروع کړل ، يو ساعت پس مونږ په مَکّه مُکرَّمه کښې وو. هغوئي اُووئيل : دغه دے بَيْتُ الْحَرام. هغوئي طواف شروع کړو نو ما هُم د هغوئي سره طواف پوره کړو ، بيا هغوئي د الله پاک نوم واخستو او زه ئې ځان سره واخستم او درنګ ساعت له مونږ په مسجدِ نَبَوي کښې وو ، چې څنګه کښيناستلو نو يو ښکلي کس په لاس کښې يو غټ لوښے راوړو چې په هغې کښې په ښوروا کښې ماته شوي ډوډئ او شهد وو ، او اوئې وئيل : شروع کړئ. ما هغه ته اُووئيل : زه د خپل آقا ، مَکِّـي مَدَني مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار کول غواړم. هغه اُووئيل : مخكښې طعام اوخوره ، خوږ آقا احمدِ مُجتبٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هُم تشريف راوړي او اِنْ شَــآءالـلّٰـه ته به د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ديدار خپلې سترګې هُم روښانه کړې. ما په زړه کښې اُووئيل ، څنګه د حيرانتيا خبره ده ، اوس اوس  د خپله کوره راروان شوے يم او په لږ ساعت کښې مې د مَکّے مُکرَّمے او د حُضُور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د روضے مبارکې د حاضرئ شرف هُم حاصل کړو ، ما ته دا هُم نه ده معلومه چې د کومو خلقو سره ما دا فاصله طے کړه هغوئي څوک دي او د هغوئي نسب څه دے؟ بيا زه د هغوئي طرف ته مُتَوَجِّه شوم او هغوئي ته مې اُووئيل : زه تاسو ته د رَبِّ غفُور او د هغه د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د الله پاک د نبي حضرتِ سَيِّدُنا داوٗد عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام خاطر در اچووم ، ما ته دا اووائې چې تاسو چرته اوسيږئ او ستاسو نَسَب څه دے؟ هغوئي سرونه ښکته کړل او اوئې وئيل : مونږ هميشه د مدينے