Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

دولس مدني كارونو كښې يو مدني كار “ چوك درس “

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د صَفرُ المُظَفَّر اهميت پيژندلو ، د دے مياشتے بركتونه حاصلولو  او د دے په باره كښې مشهورے شوي غلطو خبرو نه خلاصے حاصلولو د پاره د عاشقانِ رسول مدني تحريك دعوتِ اسلامي مدني ماحول يو لوئي نعمت دے ، لِهٰذا د دے نعمت نه فائده واخلئ ، نن بلكه د اوس نه د دے ماحول بركتونه حاصلولو والؤ عاشقانِ رسول سره شامل شئ او د ذِيلي حلقے په مدني كارونو كښې مضبوط كردار ادا كړئ او د ډيرو ثوابونو حقدار جوړ شئ.

ياد ساتئ! د ذِيلي حلقے په دولسو مدني كارونو كښې هره ورځ يو مدني كار “ چوك درس “ هم شامِل دے. د صَفَرُ الْمُظَفَّر مياشت جاري ده او خپل بركتونه تقسيموي ، دا هغه مياشت ده چه په دے كښې يومِ رضا هم ده. كاش چه د اعلٰى حضرت رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه د پينځه ويشتمے په نسبت په هره ذِيلي حلقه كښې پينځه ويشت چوك درسونه شروع شي نو د نيكئ دعوت به هرځائے خور شي. د دے په بركت به هر طرف ته فيضانِ رضا عام شي او هر طرف ته به د مدني كارونو د مدني سپرلو خوشبويانے خورے شي.

 دولسو مدني كارونو كښې د دے مدني كار “ چوك درس “ د تفصيلى معلوماتو حاصلولو د پاره د مكتبةُ المَدينه رساله “ چوك درس “ مطالعه كړئ. ټول ذمه داران دِ د دے رسالے لازمي مطالعه اوكړي. دا رساله د