Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

او په آخرت کښې هُم.[1]

الله پاک د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رِضا غواړي

      حضرتِ سَيِّدُنا عَمرو بِن عاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  روايت کوي چې خوږ مَکِّـي مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرتِ سَيِّدُنا اِبراهِيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام د قول او د حضرتِ سَيِّدُنا عيسیٰ عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام په قول مشتمل آيتونه مبارک تلاوت کړل ، چنانچه ،

 [مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : اے زما رَبـه! بے شکه بُتانو ډير خلق ګُمراه کړل ، نو چا چې زما ملګرتيا اوکړه هغه زما دے او چا چې زما خبره اُو نه منله نو بے شکه ته بخښونکے او مهربانه ئې.[2]

      او حضرت عيسیٰ عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام په بارګاهِ اِلٰهى کښې عرض کړے وو ،

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : که ته هغوئي ته عذاب ورکړې نو هغه ستا بندګان دي.[3]

      بيا حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل دواړه لاسونه اوچت کړل او اوئې فرمائيل : اُمَّـتِی اُمَّـتِی يعني زما اُمَّت زما اُمَّت. دا ئې چې څنګه اُوفرمائيل نو د سترګو نه ئې د اوښکو سيلاب روان شو. الله کريم حضرت جِبريل عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام ته اُوفرمائيل : اے جِبرِيل! مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له ورشه او معلومه کړه چې هغه څه څيز اوژړولو؟ جبريل امين په خدمت کښې حاضر شولو او د سبب تپوس ئې اوکړو نو رَحمتِ عَالَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُوفرمائيل : زه د خپل اُمَّت په غم کښې ژاړم. حالانکه الله پاک ته ښه معلومه ده. الله پاک


 

 



[1]    تفسیر صراط الجنان ، ج۴ ، ص۲۷۱ ، ملخصاً

[2]    پ۱۳ ، ابراھیم : ۳۶

[3]    پ۷ ، المائدہ : ۱۱۸