Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

يوه ورځ يو كس راغلو نو حُضُورِ اَنور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه د خپل ځان او صِدِّیقِ اکبر رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ تر مينځه كښينولو ، په دې باندې صَحابَۀ کرام رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُم حيران شو چې دا څوك اوچتې مرتبے والا دے! چې كله هغه لاړو نو سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل : دا چې كله په ما باندې دُرُودِ پاك لوَلي نو داسې ئې لوَلي.[1] راځئ چې مونږه ئې هُم په شريكه اووائيو.

(6) دُرُودِ شَفاعت

اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّاَنْزِلْہُ الْمَقْعَدَ الْمُقَرَّبَ عِنْدَکَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ

د شفِيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ مُعَظَّم دے : څوك چې داسې دُرود شريف اولوَلي ، د هغه د پاره زما شفاعت واجب شي.[2] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.

(1) د يو زر ورځو نيكئ :

جَزَی اللّٰہُ عَنَّا مُحَمَّدًا مَا ھُوَ اَھْلُہٗ

حضرتِ سَیِّدُنا ابنِ عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا نه رِوايت دے چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي : د دې د لوستونكي د پاره فرښتے يو زر ورځو پورې نيكئ ليكي.[3] راځئ چې مونږه ئې هُم په شريكه اووائيو.


 

 



[1]    القول البدیع ، الباب الاول ، ص۱۲۵

[2]    الترغیب والترہیب ، کتاب الذکر و الدعاء ، ۲ / ۳۲۹ ، حدیث : ۳۰

[3]     مجمع الزوائد ، کتاب الادعیۃ ، باب فی کیفیۃ الصلاۃ…الخ ، ۱۰ / ۲۵۴ ، حدیث : ۱۷۳۰۵