Book Name:Deeni Tulaba Par Kharch Karna

د چا په عالِـمِ دِين جوړيدو كښے زمونږه څه مالي حِصَّه شامله شي نو د دے فائدے هُم ډيرے دي بلكه كه دے ته ثوابِ جارِيه اُووائے نو هُم صحيح ده. سوچ اوكړئ! كه زمونږ د وركړي مال په ذريعه يو كس عالِـمِ دِين جوړ شو نو د هغه د عالِم جوړيدو ثواب به مونږ ته هُم ملاويږي، بيا هغه چه چا، چا ته عِلمِ دِين ښائي، سبق ورته وائي نو د هغے په ثواب كښے به هُم زمونږه حِصَّه وي، بيا چه د هغه شاګردان نورو ته عِلمِ دين ښائي او دغسے داسلسله به تر قيامته پورے چليږي نو زمونږ د پاره به د ثوابِ جارِيه يوه داسے سلسله شروع شي چه هغه به تر قيامته پورے چليږي.

د دعوتِ اسلامي جامِعاتُ الـمدينه او مدارِس الـمدينه

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د عاشِقانِ رَسُول مَدَني تحريك دعوتِ اسلامي زيرِ اِهتِمام په مُلك او بيرونِ مُلك كښے د اِسلامي ورونړو او اسلامي خويندو په سوونو جامِعَاتُ الْمدِينه كښے په زرګاؤ طَلَبه و طالِبات عِلمِ دِين حاصلوي، د نن ورځے پورے اَلْحَمْدُ لِلّٰه په مُلك او بيرونِ ملك كښے 841 جامِعَاتُ الْمدِينه (لِلبَنِين و لِلبَنات) قائم شوي دي چه په هغے كښے د طَلَبه و طالِباتو شمير تقريباً 62131 (دوه شپيته ذريعه او يو سل يو ديرش) دے.

      سن 2000ء نه 2019ء پورے په مُلك او بيرونِ مُلك كښے تقريباً 4705 (څلور زره او ووه سوه او پينځه) مَدَني عُلَمائےِ كرامو درسِ نظامي مُكمل كړے دے، او تقريباً 6129 (شپږ زره او يو سل يو كم ديرش) مَدَنِيَّه اسلامي خويندو درسِ نظامي مُكمل كړے دے او تقريباً 1431 (يو زر څلور سوه او يو ديرشو) اسلامي خويندو د فيضانِ شريعت كورس پوره كولو سعادت حاصل كړے دے. د دعوتِ اسلامي د دے اَهم ترينے شُعبے سالانه خرچ اربونه روپئ دے، چه د دے د پوره كولو د پاره عاشِقانِ رَسُول خپله حِصَّه شاملوي، الله دِ اوكړي چه مونږه هُم په دے عظيم نيك كار كښے حِصَّه شاملولو والا جوړ شو. هر يو دِ د خپل مالي حيثيت مطابق سوچ اوكړي چه په دے كښے د خپل طرف نه څومره حِصَّه شاملولے شي.

جامِعَاتُ الْمدِينه او مَدارِسُ الْمَدينه سره د تعاون كولو اَهَمِّيَّت

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! اوس مونږه واوريدل چه زمونږه اَسلافو به د دِين اسلام د پاره خپل مالونه خرچ كول، او بيا خاص طور د دعوتِ اسلامي د جامِعَةُ الْمدِينه يعني داسے اِدارے سره تعاون كول چه په هغے كښے د اُمَّت رَهنُما يعني عُلَماء تياريږي، دا داسے ده لكه دِين مضبوطول.

      د دعوتِ اسلامي په جامِعَاتُ الْمدِينه كښے د فيضانِ عِلمِ دِين عام كولو سره سره اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د دے طَلَبه په ذريعه لـمونځ نه كوونكو ته د لـمانځه دعوت رسي، د قرآنِ پاك د تعليم نه ناخبره خلقو په زړونو كښے د قرآنِ پاك مَحبَّت عام كيږي، دا د اُمَّت رَهنُما كله د اِمامَت د مُصَلّے په ذريعه، كله د مِنبَر په ذريعه، كله د تَدرِيس په ذريعه او كله د تصنِيف په ميدان كښے د خپل قلم په ذريعه د نيكئ دعوت عام كولو كښے مصروف دي، داسے اِدارے سره تعان كول په معاشره كښے د دِيني نِظام د ترقئ او مضبوطئ ضمانت دے. د خپل صدقات، خيرات، زكوٰة او عُشر وغيره په ذريعه د دعوتِ اسلامي د جامِعَاتُ الْمدِينه سره ډير ډير تعاون اوكړئ.

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! څنګه چه عُشر (يعني د فصلونو او ميوو) زكوٰة وركول فرض دي هُم دغسے د څاروو (يعني غواګانو، ميښو او چيلو وغيره) زكوٰة وركول هُم فرض دي. په دے باره كښے د احكامو زده كولو د پاره د دعوتِ اسلامي ذِمَّه دارانو سره رابطه اوكړئ او ”جانوروں کی زکوٰة “ په نوم پَمفلِټ [يعني پرچئ] حاصله كړئ او هغه پرچئ داسے عاشِقانِ رَسُول ته اورسوئ د چا سره چه دومره څاروي وي چه په هغے زكوٰة واجِب كيږي، دا پرچئ رَسَوَلو والا به هُم د ثواب حقدار وي.

دینی و اخلاقي تربیت

اَ لْـحَمْدُلِلّٰہ  عَزَّوَجَلَّ زمونږه طلباء د پينځه وخته لـمونځ نه علاوه نور نفلونه هم كوي. اَلْـحَمْدُلِلّٰہ  عَزَّوَجَلَّ زمونږه ګنړ شمير طلباء د صلوٰةُ التَّوبه، تَهَجُّد او اِشراق و څاښت د لـمونځونو اهتِمام هم كوي. په زرګاؤ طلباء د مدَنى انعاماتو رسالے هم ډكوي او [خپل ذِمّه دار ته ئے] جمع كوي، بيشميره طلباء په مدَنى قافِلو كښې سفر كوي، ډير داسے دي چه د مدرسو او جامِعاتو په خوا و شا كښے د دعوتِ اسلامي د مدَنى كارونو