Book Name:Deeni Tulaba Par Kharch Karna

خدمت كړے دے چې آقا كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله ارشاد فرمائيلي دي چې: ما ته د بل چا مال دومره فائده نه ده راكړي څومره چې د ابوبكر صِدِّيق مال راكړي ده.

(سنن ابن ماجۃ ، کتاب السنۃ ،  باب فی فضائل اصحاب رسول الله ، ۱ / ۷۲  ، الحدیث : ۹۴)

د حضرتِ سَيِّدُنا عُثمانِ غَني د دين د پاره مال لګول

      هُم دغسے د اَميرُ الْمُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدُنا عُثمانِ غَني رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ د دين د پاره مال خرچ كول هُم ډير مشهور دي. ډير ځله هغوئي رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ د دين د پاره مال خرچ كولو باندے د حُضُور نَبِـيِّ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د جَنَّت خوشخبرئ اوريدلي دي. په مدينۀ مُنَوَّره كښے ئے د مهاجرينو د ضرورت په وجه كوهے واخستلو او د دِين د پاره ئے وَقف كړو. د غزوۀ تَبُوك په موقع ئے 950 اوښان، پنځوس اسونه او يو زر 1000 اشرفئ پيش كړے، بيا وروسته ئے لس زره اشرفئ نورے پيش كړے. (مِراٰةُ الْمَنَاجِيح ج ۸  ص ۳۹۵)  د دے نه علاوه چه كله به هم ضرورت شو نو د اسلام د پاره مال خرچ كولو باندے به ئے هيڅ اسره نه كوله.

      هُم دغسے د نورو صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان او اوليائے كرامو هُم ډير واقعات دي چه هغوئي به د دِين د پاره خرچ كولو كښے وړاندے وړاندے اوسيدل.

     په دے باره د كروړاؤ حَنَفيانو اِمام، حضرتِ سَيِّدُنا اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل شاګرد حضرت اِمام ابُو يُوسُف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د كفالت واقعه زمونږ د پاره روښانه مثال دے.

راځئ چه په دے باره كښے څه واورو:

اِمامِ اعظم ورته عِلم او مال دواړه عطا كړل

      حضرتِ سَيِّدُنا اِمام اَبُو يُوسُف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پخپله فرمائي چه ما د حديث او فِقه د طالِبِ عِلم په حيثيت په كُوفه كښے وخت تير كړے. په شروع كښے ما د يو تنګ دسته او غريبے كورنئ سره تَعَلُّق لرلو، زما والِد صاحِب زه يو ځل د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښے حاضر كړم، ما هلته سبق وئيل شروع كړل، زما پلار ما ته وئيلي وو چه ځويه! په ناسته كښے د اِمامِ اعظم ابوحنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه طرف ته ښپے اُو نه غَزوے ځكه چه دا د بے اَدَبئ انداز دے.

      بيا [څه ورځے پس] زما والِد صاحب ما ته اُووئيل چه بچيه! مونږه غريبانان يُو او مالدار غوړ خوراكونه كوي، مونګه په اوچه ډوډئ ګُزاره كوو، مونږه ډير بے وسه يُو، د دے خبرو نه پس زما پلار زه د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مجلِس ته د تللو نه منع كړم [يعني چه څه كار كوه چه ګُزاره مو ښه شي]، چه كله اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زما غير حاضري اوليدله نو د خلقو نه ئے تپوس اوكړو چه يعقُوب ولے نه راځي؟ هغوئي ورته اُووئيل چه هغه خپل پلار منع كړے دے. امام قاضى اَبُو يُوسُف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چه هلته زما حالت داسے وو چه زه د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مجلسونو كښے حاضريدلو د پاره بے تابه ووم.

      آخر دا چه يوه ورځ د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مجلس ته ورغلم، هغوئي په ډير شَفقَت باندے زما نه د غير حاضرئ په باره كښے تپوس اوكړو نو ما ورته د خپلے غريبئ او د والِد صاحب په حُكم د نه راتللو وجه بيان كړه، په هغه ورځ مے د هغوئي په مجلِس كښے [ټوله ورځ] حديثونه اوريدل، چه كله كور ته روان شوم نو اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ما ته اشاره اوكړه چه كښينه، چه ټول خلق لاړل نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ما ته د دِرهَمو نه ډكه يوه تيلئ راكړه، او اوئے فرمائيل چه په دے ګُزاره كوه، بيا الله مالِك دے، ما چه تيلئ كهولاو كړه نو په هغے كښے سل دِرهَمه وو. بيا چه روانيدلو نو ما ته ئے حُكم اوفرمائىلو چه زما د درس حَلقے ته راځه، كه دا دِرهَم ختم شو نو بيا به نور بندوبست اوكړو، بس د هغے نه پس بيا ما باقاعِدګئ سره د درس په حلقه كښے حاضريدل شروع كړل.

     څه ورځے پس ئے راله يوه بله تيلئ راكړه، دغسے به هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څه ورځے پس زما اِمداد كولو او هيڅ چا ته د دے عِلم نه وو، يوه خاص خبره دا چه اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خو به ما ته مسلسل