Book Name:Deeni Tulaba Par Kharch Karna

عطّار قادِري، رَضَوي دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه د سوالاتو د جواباتو وركولو په ذريعه د ژوند د هرے شُعبے مُتَعَلِّق رهنمائي كوي. ټول عاشِقانِ رَسُول پخپله هُم د دے مَدَني مُذاكَرو د كتلو او اوريدلو نِيَّت اوكړئ او نورو ته هُم د دے ترغيب وركړئ.

د مَدَني مُذاكرے بَرَكت

     د واه كينټ (پنجاب پاكستان) يو اسلامي ورور د معاشرے د نورو ځلمو په شان په مختلفو اخلاقي خرابو كښے اخته وو، مَثَلًا فلمونه او ډرامے كتل، لوبو ټوقو كښے خپل وخت بربادول، او موبائل فون او انټرنيټ كښے وخت خرابول د هغه ډير خوښ وو. يوه ورځ هغه ته په مَدَني چينل باندے د مَدَني مُذاكرے د كتلو سعادت نصيب شو. اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د مَدَني مُذاكرے په كتلو او اوريدلو هغه ته ډير سكون نصيب شو او هغه د خپل تير ژوند د ټولو ګناهونو نه توبه اوكړه او په فرائضو، واجباتو او سُنَّتو باندے ئے د عمل كولو كوشش شروع كړو، يو مُوټے ګيره ئے پريښودله او د سُنَّتو مطابق مَدَني حُليه ئے هُم جوړه كړه او د الله پاك نور كرم پرے دا اوشو چه مور او پلار ئے په ډيره خوشحالئ د دعوتِ اسلامي د مَدَني كارونو د پارهوَقفِ مدينه كړو.

مَدَنی   چَینل  سُنّتوں   کی  لائیگا    گھر   گھر   بہار                                                        مَدَنی چَینل سے ہمیں کیوں والِہانہ ہو نہ  پیار

مَدَنی  چَینل کی مُہِم ہے نفس وشیطاں کے خلاف                          جو بھی دیکھے  گا  کریگا   اِن شاء اللہ   اِعتِراف

مَدَني چينل به جاري  كړي  كور په كور درسِ سُنّت

نو    ولے  به    مونږ   نه   كوو    د   دے   سره  محبّت

د  مَدَني چينل  مُهِم دے  د نفس او د  شيطان خِلاف

څوك ئے چه هم ګوري نو كوي به  اِن شآء الله  اِعتِراف

د حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صِدِّيق  رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ  د دين د پاره خرچ كول

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه واوريدل چه زمونږه خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به خپل مال په اَصحابِ صُفَّه باندے او د دين په نورو كارونو كښے خرچ كولو. دغسے به صحابۀ كرام عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان هُم خپل مال د دِين په كارونو كښے قربانولو د پاره هر وخت تيار اوسيدل. په دے باره كښے د اَميرُ الْمُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ مثال زمونږ په وړاندے دے د حضرت صديقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْه په باره كښے راځي چې هغوئي تاجر وو، د كپړے د غټ كاروبار مالِك وو، په كومه ورځ ئے چې اِيمان راوړو نو هغه وخت هغوئي سره څلويښت زره دِرهمه يا ديناره وو، د اسلام راوړو نه پس ئے هغه ټول د الله په لاره كښے خرچ كړل.              (تاریخ مدینۃ دمشق ، ج۳۰ ،  ص۶۶)

     په يو روايت كښے راځي چې صديقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْه هغه هستي ده چا چې د اسلام قبلولو نه واخله مدينے منورے طرف ته د هجرت كولو پورے مسلسل خپل مال په اسلام قربانولو. د هجرت په وخت كښے هغوئي سره پينځه يا شپږ زره درهمه وو هغه ئے ځان سره واخستل. (او د دِين د پاره ئے قربان كړل.) (السیرۃ النبویۃ لابن ھشام ، ھجرۃ الرسول ، ابوقحافۃ و اسماء بعد ھجرۃ ابی بکر ، ۱ / ۴۴۱) د جنګِ تبُوك په موقع د خپل كور ټول سامان د الله په لاره كښے د وركولو واقعه هم د هغوئي ده. د حضرت سَيِّدُنا صديقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْه د معمولاتو نه داسے معلوميږي چې په كوم ځائے كښے به د دين د پاره د خرچ كولو ضرورت پيښيدلو او  هغوئي سره به مال وو نو هغوئي به هلته مال خرچ كولو. د اسلام د مدد او نُصرت د پاره به هغوئي په فراخه زړه خپل ذاتي مال و اسباب خرچ كول. په روايتونو كښے راځي چې حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صديقِ رَضِیَ الله عَنْه هغه هستي ده چې د هغوئي مال به د الله پاك خوږ رَسُول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل مال په شان خرچ كولو. (المصنف لعبدالرزاق ،  کتاب الجامع ،  باب اصحاب النبی ،  ۱۰ / ۲۲۲ الحدیث : ۴۸۴۸)

    حضرتِ سَيِّدُنا صديقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْه د خپل مال په ذريعه د مصطفٰى كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم داسے