Book Name:Deeni Tulaba Par Kharch Karna

کتاب ’’بهارِشريعت‘‘ حصّه ١٦ او (٢) د ١٢٠ صفحو كتاب ’’سُنَّتيں اور آداب‘‘ هديه کړئ او اولولئ. د سُنَّتو د تربِيَّت يوه غوره ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافِلو کښے عاشِقانِ رسول سره د سُنّتو ډك سفر هم دے.

صَــلُّـوْا  عَـلَـی   الْـحَبِيْـب!                               صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د راروانے هفته وارے اجتماع د بیان جھلکیانے

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! اِنْ شَــآءالـلّٰـه! د راروانے هفته وارے د سنّتو ډكے اِجتِماع د  بَیان موضوع به وي ”د اِمام جَعفر صادِق خپل ځوئ ته نصيحت“ چه په هغے كښے به مونږه د امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سِيرت او كِردار مُتَعَلِّق اورو. او هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل ځوئ حضرت موسىٰ كاظِم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته څه نصيحتونه كړي وو، په دے باره كښے به هُم اورو.

لِـهٰذا د الله تعالٰى د رضا د پاره راروان زيارت له هُم اجتماع كښے د حاضرئ نِيَّت اوكړئ او د انفرادی کوشش كولو او نور اسلامی ورونړه ځان سره د راوستلو نِيَّت هُم اوكړئ. لاس اوچت كړئ او په زوره اُووائے. اِنْ شَــآءالـلّٰـه

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع كښے

لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او  (2) دُعاګانے

)1( د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپے] دُرُود

اَللّٰھُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدِ نِالنَّبِیِّ الْاُمِّـیِّ

الْـحَبِیْبِ الْعَالـِی الْقَدْرِ الْعَظِیْمِ الْجَاہِ وَ عَلٰی اٰلِہٖ وَ صَحْبِہٖ وَ سَلِّمْ

بُزرګانو فرمائيلي دي چې څوك هره شَبِ جُمعه (يعني د جُمُعے او زيارت مينځنئ شپه باندے) دا دُرُود شریف پابندئ سره کم ازکم يو ځل لوَلي [هغه به] د مرګ په وخت كښے د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار كوي او قَبْر كښے د داخليدو وخت كښے هُم، تر دے چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه قَبْر كښے د خپل رَحمت نه ډكو لاسونو باندے كوزوي.[1] راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو.

)2( ټول ګناهونه مُعاف

اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِ نَا وَ مَوْلَانَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰی اٰلِہٖ وَسَلِّمْ

حضرتِ سیِّدُنا انَس رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ نه روایت دے چې تاجدارِمدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي كه ولاړ وو نو كښيناستلو نه مخكښے او كه ناست وو نو اودريدو نه مخكښے به د هغه ګُناهونه مُعاف كړے شي. راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو.

)3( د رَحمت اويا دروازے:

صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي په هغه به د رَحمت اويا دروازے بيرته كړے شي.[2] راځئ چې دا دُرُود هُم



[1]    افضل الصلوات علی سید السادات ،  الصلاۃ السادسۃ والخمسون ، ص۱۵۱ملخصًا

[2]    القول البدیع ، الباب الثانی ،  ص۲۷۷