Book Name:Deeni Tulaba Par Kharch Karna

په شريكه اووائيو.

 

)4( د شپږ لاکه دُرُودشریف ثواب

اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدٍ عَدَدَ مَا فِیْ عِلْمِ اللّٰہِ صَلَاۃً دَ اۤ ئِمَۃًۢ بِدَوَامِ مُلْكِ اللّٰہِ

حضرت اَحْمَد صاوِی  رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه د بَعضو بُزرګانو نه نَقل كوي: دا دُرُود شریف يو ځل لوستلو باندے د شپږو لاکو دُرُود شریف لوستلو ثواب حاصِليږي.[1] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.

)5( قُربِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ کَمَا تُحِبُّ وَ تَرضٰی لَہٗ

يوه ورځ يو كس راغلو نو حُضُورِ اَنور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه د خپل ځان او صِدِّیقِ اکبر رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ په مينځ كښے كښينولو، دے باندے صَحابَۀ کرام رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُم حيران شو چې دا څوك ذِی مَرتبه [يعني اوچتے مرتبے والا] دے! چې كله هغه لاړو نو سرکار صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دے چې كله په ما باندے دُرُودِ پاك لوَلي نو داسے ئے لوَلي.[2] راځئ چې مونږه ئے هُم په شريكه اووائيو.

)6( دُرُودِ شَفاعت

اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّاَنْزِلْہُ الْمَقْعَدَ الْمُقَرَّبَ عِنْدَکَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ

د شفِيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ مُعَظَّم دے: څوك چې داسے دُرود شريف اولوَلي، د هغه د پاره زما شفاعت واجب شي.[3] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.

)1( د يو زر ورځو نيكئ:

جَزَی اللّٰہُ عَنَّا مُحَمَّدًا مَا ھُوَ اَھْلُہٗ

حضرتِ سَیِّدُنا ابنِ عباس رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُمَا نه رِوايت دے چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د دے د لوستونكي د پاره فرښتے يو زر ورځو پورے نيكئ ليكي.[4] راځئ چې مونږه ئے هُم په شريكه اووائيو.

)2( داسے ده لكه شبِ قدر ئے چې حاصل کړو

فرمانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: چا چې دا دُعا درے ځله اولوستله نو لكه هغه چې شَبِ قَدر حاصل کړو.[5] راځئ چې مونږه هُم دا دُعا په شريكه اووائيو.

لَآ اِلٰہَ اِلَّا اللّٰہُ الْحَلِیْمُ الْکَرِیْمُ ،  سُبْحٰنَ اللّٰہِ رَبِّ السَّمٰوٰتِ السَّبْعِ وَرَبِّ الْعَرْشِ الْعَظِیْم

(د خُدائے حَلیم وکریم نه سِوا هيڅ څوك د عِبادت لائِق نشته، اللہ پاک دے چې د ووه واړو



[1]    افضل الصلوات علی سید السادات ، الصلاۃ الثانیۃ والخمسون ، ص۱۴۹

[2]    القول البدیع ، الباب الاول ، ص۱۲۵

[3]    الترغیب والترہیب ، کتاب الذکر و الدعاء ، ۲ / ۳۲۹ ، حدیث : ۳۰

[4]     مجمع الزوائد ، کتاب الادعیۃ ، باب فی کیفیۃ الصلاۃ…الخ ، ۱۰ / ۲۵۴ ، حدیث : ۱۷۳۰۵

[5]     تاریخ ابنِ عساکر ، ۱۹ / ۱۵۵ ، حدیث : ۴۴۱۵