Book Name:Deeni Tulaba Par Kharch Karna

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خاتُونِ جَنَّت رَضِیَ اللهُ عَنْهَا هغه صَدَقه كړي د هغے له طرفه په اصحابِ صُفَّه باندے خرچ كړے. د الله پاك خوږ رَسُول، رَسُولِ مقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل دے مبارك عمل په ذريعه مونږ ته دا درس راكړو چه په ديني طَلَبه باندے خپل مال خرچ كول پكار دي. كه خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غوښتلے نو دا مال ئے په يو بل نيك كار كښے د خرچ كولو حُكم هُم وركولے شو خو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په اَصحابِ صُفَّه باندے د خرچ كول حُكم وركړو او اصحابِ صُفَّه دِيني طَلَبه وو، يعني هر وخت به د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه عِلمِ دِين حاصلولو د پاره موجود اوسيدل. د دے نه معلومه شوه چه مونږ ته خپل مال په هغه كارونو كښے خرچ كول پكار دي د كومو نه چه دين ته زياته فائده رسيدے شي. مونږ ته پكار دي چه خپل مال د دِين په كارونو كښے  خرچ كولو سره سره چه څومره زيات نه زيات كيدے شي خپل وخت هُم د دِين په كارونو كښے صَرف كړو، د فيضانِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه مالامال شوو صحابۀ كرامو او د نورو بزرګانو داسے په سوونو واقعات شته چه د هغوئي مال د ديني كارونو د پاره وقف كيدو سره سره به د هغوئي وخت هُم د دين د سربُلندئ د پاره تيريردلو. الله دِ اوكړى چه د هغه عظيمو هستيانو د قربانو په خاطر مونږ ته هُم خپل مال او وخت د دين په كارونو كښے د لګولو او د عِلمِ دين حاصلولو او نورو ته د دين ښودلو جذبه رانصيب كړي.

د اسلام په ابتدائي دَور كښے د صحابه قربانئ

      اے عاشقانِ رَسُول! په دے كښے هيڅ شك نشته چه د اسلام ابتدائي دَور ډير زيات مشكل دَور وو. صحابۀ كرام عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان د دِين زده كولو په لاره كښے د داسے داسے پريشانو او مشكلاتو سره مخامخ شوي وو چه د هغے صرف تَصَوُّر كولو سره هم زړه درَزيږي. لوَږه، تنده، بے وسي، مسافري، د خپلوانو بے وفائي، د غيرو دُښمني، د كور نه لرے ژوند تيرول، غرض دا چه! ډير زيات مشكلات وو، خو صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان د هر ازميښت مضبوطه مقابله اوكړه او د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په غُلامئ باندے به مضبوط ولاړ اوسيدل او د دِين په خدمت او د دين په تبليغ كښے به مصروفه اوسيدل.

اَصحابِ صُفَّه څوك دي؟

      هغه صحابۀ كرام عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان  كوم به چه د حُضُور عَـلَـيْهِ الـصَّلٰـوةُ وَالسَّلَام  په خدمت كښے صرف دين زده كولو د پاره حاضر اوسيدل هغوئي ته اَصحابِ صُفَّه وائي. د هغوئي شان خو بے مِثل و بے مثال دے.

      اَصحابِ صُفَّه څوك دي؟ په دے باره كښے هُم واورئ: په مسجِدِ نَبـَوِي شريف كښے يو چوتره وه، هلته به (مختلفو وختونو كښے) 400 يا 500 فُقَرائے مُهاجِرِين كښيناستل، هغوئي ته اَصحابِ صُفَّه وائي. هغوئي نه كورونه لرل نه ورسره ساز و سامان وو او نه ئے څه كاروبار وو، د غريبئ حال ئے دا وو چه په هغوئي كښے اَوياو كسانو سره د سَتر پټولو د پاره پوره كپړه هُم نه وه. د هغوئي په شمير كښے به كَمے زياتے راتللو، مدينے مُنَوَّرے ته به چه څوك [نوے كس] راغلو او په ښار كښے به ئے هيڅ څوك پيژندګلو والا نه وو نو هغه به هُم په اهلِ صُفَّه كښے شامل شو.

(تفسیر نعیمی ، ۳ / ۱۳۲مفہوما)

د اَصحابِ صُفَّه لوَږے

      دا د صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان هغه مُقَدَّسه ډله ده چه دوئى خپل كورونه، مال حال، بال بچي هر څه پريښودي وو او هر وخت به په مسجِدِ نَبـَوِي كښے صرف د عِلمِ دِين حاصلولو د پاره موجود اوسيدل، دوئي به لوږه، تنده برداشت كوله، مختلف تكليفونه به ئے تيرول خو دين زده كولو كښے به مشغول اوسيدل.

      راځئ چه د اَصحابِ صُفَّه د قربانو او لوږے مُتَعَلِّق څه وارو: چنانچه

      حضرتِ سَيِّدُنا فَضالَه بن عُبَيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي، حُضُورِ اكرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چه كله خلقو ته د لـمانځه اِمامَت فرمائيلو نو څه صحابۀ كِرام عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان به په لـمانځه كښے د قيام په حالت كښے د سختے لوَږے په وجه راغورزيدل، او دا به اَصحابِ صُفَّه وو. تر دے پورے چه اَعرابيانو [يعني د