Book Name:Deeni Tulaba Par Kharch Karna

عربو د كلو اوسيدونكو خلقو] به وئيل، دا خلق ديوانه دي. چه كله به سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د لـمونځ نه فارغ شو نو د هغوئي طرف ته به ئے توَجُّه اوكړه او فرمائيل به ئے، كه تاسو ته معلومه شي چه ستاسو د پاره د الله تعالٰى په در كښے څومره اجر دے نو تاسو به دا خبره خوښه كړئ چه ستاسو په لوَږه او حاجت مندئ كښے نوره اِضافه هم اوشي.

(جامع ترمِذى ج٤ ص ١٦٢ حديث ٢٣٧٥)

   حضرتِ سَيِّدُنا ابوهُريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ”ما (د لوَږے په وجه) خپل دا حالَت هم ليدلے وو چه د تاجدارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مِنبَرِ مُنَوَّر او د اُمُّ المُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدَتُنا عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْهَا د كور مبارك د مينځه به بے هوشه شوم او را پرے به وتم. څوك سړے به راغے او زما په څټ به ئے ښپه كيښودله. هغه به دا ګنړله چه په ما باندے د جُنون [يعني د ليونتوب] حالت راغلے دے حالانكه ما ته به جُنون [یعنی ليونتوب] وغيره هيڅ نه وو بلکه دا حالت به مے د لوَږے په وجه كيدو.“  (بُخارى ج۸ ص ۱۹۳ حديث ۷۳۲۴)

اَصحابِ صُفَّه سره د سركارِ مدينه  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  مَحبَّت

      اَصحابِ صُفَّه سره به نبـىِّ كريم  رَءُوْفٌ رَّحِيْم ډير مَحبَّت كولو. زمونږه خوږ  مكِّـى مَدَنـى آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له به چه څه تُحفه، صَدَقه يا مالِ غنيمت راغلو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه په اَصحابِ صُفَّه خرچ كولو. په حديثونو كښے راغلي دي چه خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به نورو صحابۀ كرامو ته ترغيب وركولو چه هغوئي دِ په اَصحابِ صُفَّه باندے روټئ اوخوري او په هغوئي دِ مال خرچ كوي. په هغوئي كښے د بعضو د خرچ كفيل پخپله خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وو. (مِراٰةُ الْمَنَاجِيح ج ۷  ص ۳۵)

      چنانچه هغه اويا (70) صحابۀ كرام عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان چه هغوئي بهترين قاريان هُم وو، هغوئي به د ورځے لرګي راجمع كول، هغه به ئے خرڅ كړل او د هغے نه حاصل شوي رقم باندے به ئے اَصحابِ صُفَّه (چه د دين حاصلولو طَلَبه وو، د هغوئي) د پاره خوارك تيارولو او په هغوئي به ئے خوړلو او شپه به ئے په عبادت كښے تيروله. (مِراٰةُ الْمَنَاجِيح ج 2 ص 284)

دولسو مدني كارونو كښے يو مَدَني كار ”مَدَني مُذاكَره“

       ياد ساتئ! د ذيلي حلقے دولسو مَدَني كارونو كښے يو مَدَني كارهفته واره مَدَني مُذاكَره هُم ده. د دے مَدَني كار بيشميره دِيني او دُنياوي فائدے هُم دي، * د مَدَني مُذاكرے په بَرَكت ګناهونو نه د بچ كيدلو ذِهن جوړيږي * د مَدَني مُذاكرے په بَرَكت عِلمِ دِين حاصليږي * د مَدَني مُذاكرے په بَرَكت ديني معلوماتو سره سره اخلاقي تربِيَّت هُم نصيب كيږي. اَلْحَمْدُ لِلّٰه! ډيرو اسلامي ورونړو د مَدَني مُذاكرے په بَرَكت د ګناهونو نه توبه كړي ده. راځئ چه نِيَّت اوكړو چه مونږه به هم هره هفته ”مَدَني مُذاكره ضرور د كتلو كوشش كوو او نورو اِسلامي ورونړو ته به هُم د مَدَني مُذاكرے كتلو دعوت وركوو اِنْ شَــآءالـلّٰـه. ......

      د هفته وارے مَدَني مُذاكرے نه علاوه مختلفو موقعو باندے هُم د مَدَني مُذاكرو سلسله كيږي، مَثَلًا د مُحَرَّمُ الْحَرَام لس مَدَني مُذاكرے، د رَبِيعُ الْاَوَّل (يعني د دولسمے شريفے) د مياشتے دولس مَدَني مُذاكرے، د رَبِيعُ الْآخِر (يعني د يوولسمے شريفے) د مياشتے 11 مَدَني مُذاكرے، د  رَمَضانُ الْمُبارَك په مياشت كښے هره ورځ دوه مَدَني مُذاكرے، د ذُوالْحِجَّۃِ الْحَرام د مياشتے 10 مَدَني مُذاكرے، د رَجَبُ الْمُرَجَّب د مياشتے شپږ مَدَني مُذاكرے وغيره. اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د دے مياشتے [يعني د رجب د مياشتے] وړومبو شپږو ورځو كښے به د ماسخُتن د لـمانځه نه پس په مَدَني چَينل باندے د اميرِ اَهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه مقبُولِ عام سِلسِله مَدَني مُذاكَره براهِ راست نشر كيږي. چه په هغے كښے اميرِ اَهلِسُنَّت حضرت علّامه، مَولانا، ابُو بِلال محمّد اِلياس