Book Name:Deeni Tulaba Par Kharch Karna

ابو رافِع رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ د خاتُونِ جَنَّت رَضِیَ اللهُ عَنْهَا په خدمت كښے حاضر شولو نو ھغے رَضِیَ اللهُ عَنْهَا ژړل، هغے چه د حُضُور نَبِـيِّ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بيرته تللو خبر وركړو نو حضرت ابو رافِع رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ په دربارِ رسالت كښے حاضر شو او د بيرته تللو د سبب تپوس ئے ترينه اوكړلو، خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد اوفرمائيلو: په دروازه باندے د موجودے پردے او د سپينو زرو د كړو [يعني بنګړو] په سبب زه بيرته راغلم. ( ابو داود ،  کتاب الترجل ،  باب ما جاء فی الانتفاع بالعاج ، ۴ /  ۱۱۸ ،  حدیث  : ۴۲۱۳ ،  بتغیر)

حضرت ابو رافِع رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ چه خاتُونِ جَنَّت رَضِیَ اللهُ عَنْهَا ته دا خبر وركړو نو هغے هغه پرده اوشلوله او كړے [يعني هغه بنګړي] ئے د حضرت بلال رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ په لاس دربارِ رِسالت ته اوليږل او عرض ئے اوكړو چه: زه دا كړے صَدَقه كووم، تاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ئے چه كوم ځائے مناسِب ګنړئ هلته ئے اولګوئ. په غريبانو باندے مهربانه نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت بلال رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ ته اِرشاد اُوفرمائيلو: دا خرڅے كړه او په اَهلِ صُفَّه باندے ئے اولګوه، چنانچه هغوئي هغه دواړه كَړے په دوه نيم دِرهَمه خرڅے كړلے او په اَصحابِ صُفَّه باندے ئے صَدَقه كړلے. د هغے نه پس خوږ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپلے ګرانے لُور كره تشريف راوړلو او اِرشاد ئے اُوفرمائيلو: په تا زما مور و پلار قرُبان، تا ډير ښه اوكړل. (سنن النسائی ،  کتاب الزینة ،  باب الکراھیة للنساء فی اظہار الحلی  والذھب ، ص۸۲۰ ، حدیث : ۵۱۵۰  ، بتغیر)    

      مُفَسِّرِ قرآن، حضرت مُفتي اَحمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چه كله په سفر تشريف وړلو نو مخكښے به ئے د كور ټولو كسانو نه رخصت اخستلو او

آخره كښے به ئے د حضرتِ فاطِمه زَهرا رَضِیَ اللهُ عَنْهَا نه رخصت اخستلو او چه كله به ئے د سفر نه بيرته تشريف راوړلو نو د ټولو نه مخكښے به ئے د حضرت فاطِمه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا كور ته تشريف راوړلو بيا د نورو اهلِ بيتو خوا ته. غرض دا چه روانيدلو به هُم د هم دے كور نه او بيرته راتللو به هُم دے كور ته، د دغه كور به عَظمت دِ بيشميره سلامونه وي. [مُفتي صاحب] په دروازه باندے د زوَړندے پردے او [د لاس د] كړو په باره كښے فرمائي چه: د دروازے هغه پرده غالِباً تصويرونو والا وه او د سپينو زرو كړے د هلكانو (يعني اِمام حسن او اِمام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا) د پاره وے، د نارينه د پاره كړے [بنګړي] حرام دي او د تصويرونه والا پرده هُم حرامه ده. حضرتِ فاطِمه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا ته د دے دواړو د حُرمت په باره كښے د دغه وخته پورے عِلم نه وو ځكه هغے رَضِیَ اللهُ عَنْهَا دا دواړه كارونه كړي وو ګني اهلِ بَيتِ نُبُوَّت قَصداً [يعني اِرادَتاً] ناجائزه كار نه شي كولے. هغے رَضِیَ اللهُ عَنْهَا چه صرف د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خفګان اوليدلو نو دا دواړه څيزونه ئے ختم كړل او هغه كړے ئے د صَدَقه كولو د پاره د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دربار رته اوليږلے د پاره د دے چه حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما دا عمل اُووِيني او زما كور ته تشريف راوړي. حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا غوښتله چه حضرتِ فاطِمه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا هُم دا كَړے نه په لاس كوي اګر چه د هغے د پاره هغه په لاس كول جائز وو خو زه غواړم چه زما اهلِ بيت جائز سِينګار هُم نه كوي چه د هغوئي زړونه په دُنيا كښے مشغُول نه شي او په آخرت كښے د هغوئى دَرَجات نور اوچت شي او هغوئي په دُنيا كښے د فَقر او رياضَت ژوند تير كړي.

(مِراٰةُ الْمَنَاجِيح  ج ٧  ص ١٧٧ بتغير)

د مور و پلار د پاره نصيحت

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په دے حديثِ پاك كښے د مور و پلار د پاره نصيحت دے چه هغوئي د خپل اولاد او خاص طور د لونړو د دين مطابق تربِيَّت اوكړي. چه هغوئي د واده نه مخكښے او د واده نه پس هُم نيك سيرته ښځے جوړے شي او د خپلو بچو هُم د دين مطابق تربِيَّت اوكړي، ځكه چه د نيكے ښځے په ذريعه د يو ښے او نيكے كورنئ بُنياد ايښودے شي. او ټول عُمر د مور و پلار د زړه خيال ساتي، څنګه چه حضرتِ سَيِّدَتُنا فاطِمه زَهرا رَضِیَ اللهُ عَنْهَا يوه سعادت منده لُور وه.

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه واوريدل چه زمونږه خوږ نبي مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ